له خپل زړه به بې اوبــــــــــــــاسم ارمان رو،رو
هیروم به نازولی جــــــــــــــــــــــــــــــــانان رو، رو
ستـــــــــــــــــــــــــــا غمو په ما خوبونه حرام کړي
ټوله شپه مي اوښکي ځي په ګریوان رو،رو
د ځواني بیړۍ مې ګــــــــــــــــــورم چي ډوبیږي
د بیلتون په میرات مړي طوفـــــــــــــــان رو،رو
مـــــــــــــــــــــــــــاته هغه وخت ته زیاته رایادیږې
چې مـــــــــــــــــاښام وي او وریږي باران رو ،رو
تل به نه وي ستــــــــــــــــــــا غرور ،زما ژړاګاني
خدای به تیر کړي ستـــا د حسن دوران رو،رو
اعتبار سړی په چـــــــــــــــــــــــــا وکړي حیران یم
یــــــــــــــــــاران خیږي د لستوڼي ماران رو،رو
داسي ښکاري چې اخر بــــــــــــــــــــــه لیونی شم
زه پوهیږمه ګوهره په ځـــــــــــــــــــــــــان رو ، رو
شعرونه