غزل
لیونی چې مې نن بیا دزړه موسم دی
داشنادمستانه نظر کرم دی
دبیلتون په جل وهلي بیابان کې
ستا دخیال دڅڼو سیوری مې همدم ی
تور دعشق به مې له عشقه زړه تور نه کړي
چې هر دم راسره ستا دحسن دم دی
چې په برخه د موږک شوه شپه دژرندې
نو بیا چا وې چې حاکم دکابل ګرم دی
خوشحالي مې دزړه کورته راتلی نه شې
دروازې ته يې دمینې غم اړم دی
په رنګونو دلفظونوکې مې ډوب کړ
نور مې تش دزړه له وینو نه قلم دی
اتڼچیان يې دیادونو ورته نا څي
بیا رایاد يې دخبرو زیر وبم دی
فرښتو يې تخیل دی لمسولی
هر غزل چې د(حسن)صنم صنم دی
ډاکتر حسن-په الوتکه کې
7.4.2011
شعرونه