غزل

نور به زه له پــــــــــــــاکه خدایه څه غواړم
ته چې زمـــــــــــا نه شوې بل څه نه غواړم
عمر مې ټول ستــــــــا په خوښه تېر کړلو
اوس خــــــــو هــــــــغه ومنه چې زه غواړم
ګوره د دنـــــــــــــــــــــــــــیا وږی دي نه یمه
مینه درنــــــــــــــــــه غواړمه او زړه غواړم
نن بیا نــــــــا امیده شوم راستون کورته
مــــــــا خو وې د یار نه به نن خوله غواړم
ځه ګوهره نور بــــــــــــــــــــــه درته څه وایم
بس خو دښمــــــــــنان دې واړه مُړه غواړم

05.04.2011
- انعام الله ګوهر
زړه درکومه په ځان نه پوهيږمګني تاوان دى پدې ښه پوهيږمانجام د مينې به مو څنګه کيږي؟دا خو قسمت دى پدې څه پوهيږم؟پټې په شونډو کې کنځلې مه کړهماشوم خو نه يم ستا په خوله پوهيږملکه چې پټه مينه کړې راسرهجانانه زه خو د په زړه پوهيږمګوهره مه په طبيبانو ګرځهستا په مرض يوازې زه پوهيږم
نورالدین ګوهر خوست
...
09.04.2011
- انعام الله ګوهر
غزللیونی چې مې نن بیا دزړه موسم دی داشنادمستانه نظر کرم دیدبیلتون په جل وهلي بیابان کې ستا دخیال دڅڼو سیوری مې همدم یتور دعشق به مې له عشقه زړه تور نه کړي چې هر دم راسره ستا دحسن دم دیچې په برخه د موږک شوه شپه دژرندې نو بیا چا وې چې حاکم دکابل ګرم دیخوشحالي مې دزړه کورته راتلی نه شې دروازې ته يې دمینې غم اړم دیپه رنګونو دلفظونوکې مې ډوب کړ نور مې تش دزړه...