غزل
تا په ټول ژوند راته د یـــــــــــــــــــــــار په سترګه ونه کتل
ما درته بیا هم د اغیـــــــــــــــــــــــــــــار په سترګه ونه کتل
له کومه وخته چې مې ستـــــــــــــــــــــا میني ته ملا تړلې
بیا مي بل کار ته هیڅ د کـــــــــــــــــار په سترګه نه وکتل
چـــــــــــــــــــا چې تېری کړی زمونږ په پاکه خاوره باندې
مـــــــــــــــــــــــــــا ورته چېري د وقــــار په سترګه ونه کتل
پښتنو ځـــــــــای ورکړ دښمن ته،خو چې ټک یې ورکړ
دوۍ ورته بیـــــــــــــــــــــا هم د ښامار په سترګه ونه کتل
احساس څوک نه لري ګوهر چې چېرتـــــــه ژوند تېروي
ګوهر هم دې ښار ته،د ښار په سترګه ونـــــــــــــــــــه کتل