نور مې اميد د ژوند ډير کم پاتې شو
خوشالي لاړه راته غم پاتې شو

زړګی مې نه لري نور توان وايمه
نه خو قران او نه قسم پاتې شو

ستا دا زړګي به فراظيت اوباسم
کاش چې پوره وی، خو زه ځم پاتې شو

هر څه مې هير کړل د سختی له وجې
په خوله اوازمې ،مورې مرم پاتې شو

په دعا ګانو دا دنيا ونشوه 
مورجانې ستا دا لاس ملهم پاتې شو

زما زړګی دی چاوديدالی غوندې
ځکه په مثل د غنم پاتې شو

دغه يو کس چې مې زړګی زيانوي
زه يم زخمي دی رانه سم پاتې شو

ښايست ښکلا خو پکې ورکه شوله
زما وطن خو صرف دا بم پاتې شو

چې افسانې ستا دا ظلمو وليکم
چرته په ما کې دومره دم پاتې شو

غزل نيمګړی ده په دومره لفظو
ډير ډير شيان ستا دا ستم پاتې شو

چې مې سبب دا کاميابی کيدالو
هم کتابچه هم ې قلم پاتې شو