غزل

ډېري ژړا مي سترګي سرې دي ،راشــــــه
شپې مي کـــلونو نه اوږدې دي،راشــــــــه

ټوله شپــــــــه ویښ یمه د ستورو غوندې
د بېلتانه ترخې لمحې دي،راشـــــــــــــــــــه

لا خو دي زه په نـــــــــــــــاز پوی شوی نه یم
لا مي په زړه پــــــــــــاتي کیسې دي،راشه

په لوی جهـــــــــــــــان کي ځان یواځي بولم
د محفل ټولي شمعي مړې دي،راشـــــــــه

جانانه بس دی نور د خدای په خـــــــــــاطر
راسره کړې دي وعدې دي ،راشـــــــــــــــــه

عمر مي ټول په انتظــــــــــــــار کي تېر شو
زمــــــــــا ګوهر اخري شپې دي،راشــــــــــه