تاريخ//قلندر مومند......انتخاب:عندليب.دير

که د نمرود د دروغجنې خداۍ وس رسيدے
د ابراهيم نوم به خاکم بدهن خاورو کې وه
که د انسان په حافظه د ظلمتونو راج وے
نو سقاراط به چرې هم د تاريخ پاڼو کې وه؟

په فراست که فريسيانو اجاره لرلے
د مسيح نوم به ي کتاب نه شوکولے نه وے؟
که د انسان په ذهن حکم د يزيد چليدے
د حسين ذکر به ي وينو کې مښلے نه وے؟

چې د تاريخ مادی تعبير دې د ايمان حصه ده
د روحانی اعتباراتو معجزه نه منې؟
چې تر څو شپه وی سپينه ورځ به د چا هيره نه شی
خودفراموشه ، د اضدادو فلسفه نه منې؟

زما په نوم باندې چې هر څومره سياهی ومږې
د شب پرستو په افسون به رڼا توره نه شی
يه په حال مسته ، درخشانه مستقبل زما دے
سپوږمۍ که تندر کې راګيره شی څه نوره نه شی
جون 1967