درې شعرونه.....عندليب دير
د مينې سبق اخـــــــــــــــــــــــــــلم زه له څاڅکی د شبنم
د ګل په پاڼه پروت وې يــــــــــــــا د ګل په خوا کې مړ
د بخت ارمـــــــــــــــانی ښه وو چې تر تخته پورې لاړ
د تخت ارمـــانی پروت وو د درشـــــل په خوا کې مړ
د دنګو غرونو باز ته مې د نيــــــــــــــاز قيصه کووم
ما مــــــــــــــــــــه ګوره د زلفو د ځنګل په خوا کې مړ
07.10.2010
- انعام الله ګوهر
د عندليب ځونډی زه خپل ځان د نقادانو په قطار کې ودرول نه غواړم خو د پښتو ادب د مينه د مينه والو نه مې څوک نه شی ويستلے..خپله ژبه مې د خپلې مور جانې نه ياده کړيده او د مورنۍ ژبې ښه او نا ښه شعر د خپل لنډی بوچی علم په رڼا کې څه نه څه پيژنم... شعر څه ته واي او ښه شعر څنګه وی په دې اوږد بحث کې نه ځم ولې چې په دې موضو عاتو د پوهانو اوږدې اوږدې څيړنې شته..خو نن مې د عندليب صيب د شعرونو کتاب ځونډی مخې ته پرو...
09.10.2010
- انعام الله ګوهر
تاريخ//قلندر مومند......انتخاب:عندليب.دير که د نمرود د دروغجنې خداۍ وس رسيدے د ابراهيم نوم به خاکم بدهن خاورو کې وه که د انسان په حافظه د ظلمتونو راج وے نو سقاراط به چرې هم د تاريخ پاڼو کې وه؟ په فراست که فريسيانو اجاره لرلے د مسيح نوم به ي کتاب نه شوکولے نه وے؟ که د انسان په ذهن حکم د يزيد چليدے د حسين ذکر به ي وينو کې مښلے نه وے؟ چې د تاريخ مادی تعبير...