زړه کي پیدا شــــــــــــــوې مي جذبه ده،عجیبــــــــــــــه غوندي
خـــــــــــــدايه دغه وینه پښتنـــــــــــــــه ده،عجیبـــــــــــه غوندي
داچي په خــــــــــــــــــاورين وجودسېلـــــــــــــــونه داسمان کوي
خلکـــــــــــــود ضعيف انسان رتبه ده،عجیبـــــــــــــــــه غوندي
ځـــــــــــــــان او له جهــــــــــــــان نه سړی دومــــره بې پرواکړي
څــومره دادعشق ظالم نشــــــــــــــــــه ده،عجیبــــــــــــه غوندي
ستړی دې په ژوند کړي خــــــــوپه مرګ دي قـــــــدر زيات شي
خــــــــــــدايه ! د زمان دا فلسفــــــــــــــه ده،عجیبه غـــــــــوندي
یادونه دي دسیوري غــــــــــــــــــــوندي ګـــــــــډ راسره درومي
ځارجـــــــــــــــانانه زما اوستا رشتـــــــــــــه ده،عجیبه غوندي
په ژبه د نغمـــــــــــــــــــــو کي دزړه درد بیـــــــــــــــــــــــــــــانول دي
ګوهره شـــــــــــــــــــاعري هم سلسلــــــــــــــــه ده،عجیبه غوندي