غوره اقوال )۳(

هر ډول چي تاسي یاست ،هماغه ډول په تاسي امرين مقرریږي۰ )حديث نبوي(

د ښځو لپاره بهترين او د سړو لپاره بدخصلتونه دا دي:
کبر،بخل او ډار. هر کله چي ښځه کبرجنه وي نو خپل نفس د چا په قابو کي نه ورکوي او هغه وخت چي بخيله وي نو د خپل خاوند د مال حفاظت به کوي او هغه وخت چي ډارنه وي نو له هر هغه شي څخه به ویره کوي چي ددې دپاره تاواني وي.)حضرت علي رضی الله عنه(.

د علم په طلب پسي وتل له نفل لمونځونو څخه غوره دی.)امام شافعي(

زه له خدای څخه وېرېږم او له خدای نه پس له هغه سړي څخه وېرېږم څوک چي له خدای څخه نه وېریږي۰)شیخ سعدي(

له ښځو سره ژوند تېرول مشکل کار دی خو له ښځو پرته ژوند تېرول له هغې نه هم مشکل )آ سکروایلډ(

په خپله خوښه د زهرو خوړل د سګریټو څکول دي.)ډاکټر کروليخ(