تنهايي

پرون سهار مي ځان سره وعده کړې وه
چه زه به دي بيا نه يادوم
ته چي ما نه يادوې
زه به هم تا نه يادوم
نوره خوشحاله زندګي تېروم
نور خپل درسونه وايم
ها بې وفا نه يادوم
ستا تصويرونه مي وسوزل ټول
د محبت هغه خطونه مي وسوزل ټول
ستا نشاني مي ټولي ماتي کړلې
ها په مریو جوړي شوې
هغه اينې مي ټولي ماتي کړلې
ماويل زه به تا نه یادوم
بيا ترماښامه د ملګرو سره بوخت وم
ته راته نه يادېدې
خو
کله چي تياره شوه
شپې خپلي کمڅۍ خلاصي کړې
ټول انسانان ويده شول
په خپلو ځالو کي مارغان ويده شول
زما د زړه دنيا کي
تنهايي شور شروع کړ
او د نورو ورځو نه
زياته راياده شولې
په توره شپه کي راته ته ښکارېدې
په هر يو ستوري کي مي ته لیدلې
بله ډېوه کي راته ته ښکارېدې
سترګي مي ډکي شوې له اوښکو ګرانې
او د کاروان هغه یو شعر را ياد شو
ورته ګورم په کتو یې نه مړېږم
تنهايي مي د جانان جامې اغوستې۰

________________________

پېښور،د شپې درې بجې