صحابه کرام  رضی الله عنهم

 صحابي هغه چاته ويل کيږي چا چي رسول الله صلی الله عليه وسلم د ايمان په حالت کي ليدلی وي۰

په سړيو کي   حضرت ابوبکر صديق رضی الله عنه،په هلکانو کي حضرت علي رضی الله عنه او په ښځو کي حضرت خديجه رضی الله عنها تر ټولو لومړی ايمان راوړی وو٠

د حضرت ابوبکر صديق رضی الله عنه اصلي نوم عبدالله وه۰

  حضرت ابوبکر صديق رضی الله عنه ،حضرت عمر رضی الله عنه،حضرت عثمان رضی الله عنه او حضرت علي رضی الله عنه ته خلفایي راشدين وايي۰

 د حضرت ابوبکر  رضی الله عنه د خلافت دور دوه کاله او درې مياشتي وه۰

 د نبي علّيه السلام دوه لوراني حضرت رقيه رضی الله عنها او ام کلثوم رضی الله عنها د حضرت عثمان رضی الله عنه په نکاح کي وې او په همدې وجه

 حضرت عثمان رضی الله عنه ته ذوالنورين يعني خاوند د دوو نورونو ويل کيږي۰

 د حضرت عمرفاروق رضی الله عنه د خلافت دور تقريبا لس نيم کاله وه۰

 د حضرت عمرفاروق رضی الله عنه په خلافت کي ۱۰۳۶ ښارونه فتح شوي وو۰

 حضرت عثمان رضی الله عنه د خلافت دور تقریبا ۱۲ کاله وو۰

 د حضرت علي رضی الله عنه د خلافت دور تقريبا ۴ کاله او ۵ مياشتي وو۰

 تر ټولو لومړی په اوچت اواز کي د قران شريف تلاوت حضرت عبدالله ابن مسعود رضی الله عنه کړی وو۰

 حضرت وحیة کلبي هغه صحابي وه د چا په شکل کي چي به کله کله جبرایل امين وحی راوړله۰

 حضرت حسان بن ثابت رضی الله عنه د رسول الله صلی الله علیه وسلم خاص شاعر وه

 د حضرت سلمان فارسي رضی الله عنه اصلي نوم مابه بن بوذخشاه وه۰

 حضرت حذیفه بن الیمان رضی الله عنه هغه صحابي وه چا ته چي رسول الله صلی الله علیه وسلم د منافقینو نومونه ښودلي وو۰

 حضرت ابو سفیان رضی الله عنه د فتح مکه په ورځ اسلام راوړلی وه۰

 حضرت عبدالله بن زید انصاري هغه صحابي وه چا  ته چي په خوب کي د اذان الفاظ ور ښودل شوي وو۰