غزل 

د زخمونو په حساب كې راته ښكارې

خداى دې مړه كړه په عذاب كې راته ښكارې 

د اغزيو كروندو يمه نيولى

د ګلونو په سراب كې راته ښكارې 

لپې لپې را كوې د مخ سيلونه

نيت دې سم دى په ثواب كې راته ښكارې 

سپين پړونى ، تورې زلفې په سپين مخ دي

د رنګونو په ګرداب كې راته ښكارې 

ته د هر شاعر د سترګو خوږلني يې

ته د هر غزل كتاب كې راته ښكارې 

زړه مې ښه شي چې يار ووايه اوربله

ته د خپل زړه په درياب كې راته ښكارې

 

جاويد اوربل