د پکتیکا ادبي بهیر لنډ راپور

پکتیکا ادبي بهیر خپله یوولسمه غونډه د ښرنې په لینکن ښوونیز مرکز کې د جمعې په ورځ د ماسپښین په دوه بجو تر سره کړه.غونډه د نظري لخوا د قرآن په مبارکو آیاتونو پیل شوه چې د دریز چاري یې انعام الله ګوهر او د راپور لیکلو چاري روزي خان ارغوان ته سپارل شوې وې.د غونډې ریاست د پکتیا ولایت د زرمت له ولسوالي څخه راغلي مېلمه محمد داؤد ناصري کاؤه او ورسره راغلي ملګري یې د مشرانو مېلمنو په حیث په غوڼده کې برخه واخیسته.
د پرېکړې مطابق د جمال الدین الهام غزل کره کتنې ته وړاندې شو.له اوږد تنقیدي بحث نه پس د ګډونوالولخوا غزل په عمومي توګه وستایل شو او شاعر ته یې د لا ښه شعر لیکلو لپاره ګټور نظرونه ورکړل.
د غونډې په دویم پړاؤ کې آزاده مشاعره وشوه چې د پکتیکا د ګڼ شمېر شاعرانو تر څنګ د پکتیا څخه راغلي د زرمت ادبي بهیر ملګرو شعرونه وویل او همدا راز یې په پکتیکا کې د ادبي بهیر په غونډو خوشالي وښوده.
پرېکړه وشوه چې راتلونکې غونډې ته به محمد ذاکر خپل نظم کره کتنې ته وړاندې کوي.