غزل

 

په خواږه خوب ټول ويده دي ياره شپه ده

خلك مه را خبروه نګاره شپه ده

 

له تومته له پيغوره به ځان خلاص كړو

راځه كلي څخه ځو تياره شپه ده

 

سپوږمې ورو د غره له څوكې پناه كيږي

نه شمال شته نه باران كراره شپه ده

 

مازديګر ته خو په دې خلك خوشال وي

ورځ څادر را ټولوي پر لاره  شپه ده

 

ورځ د كار ده ورځ د ستړي ستومانۍ ده

خو د ميني او ارام له پاره شپه ده

 

خدايه زه خو د سهار په اميد ويښ شوم

لا تياره ده لا پر موږ ايساره شپه ده

 

جاويد اوربل