د پکتیکا ادبي بهیر لنډ راپور

پکتیکا ادبي بهیر خپله لسمه تنقیدي غونډه او مشاعره نن (د قوس په ۳ مه) د جمعې په ورځ په مرکز ښرنه کې په لینکن ښوونیز مرکز کې وکړه.غونډه د قرآن شریف په تلاوت سره پيل شوه چې د ستېج چاري یې انعام الله ګوهر او عبدالرازق بېنوا ته د راپور لیکلو چارې ورسپارل شوې وې.په دې غونډه کې چې محمد عظیم او روح الله نظري په کې مشران مېلمانه وو د زلمي شاعر روزي خان ارغوان په غزل کره کتنه وشوه.
په غزل اوږد تنقیدي بحث اوشو او ګډوانوالو نوموړي شاعر ته د ښه شعر لیکلو لپاره لا زیاتي ګټوري مشورې ورکړې.
د ناستې په دویم پړاؤ کې آزاده مشاعره وشوه چې ډېری شاعرانو خپل کلامونه په کې وویل.
د غونډې په پای کې ټولو ګډون والو ،تکړه شاعر شررساپي ته دروغ صحت لپاره مهربان خدای ته دعا وکړه.
پرېکړه وشوه چې راتلونکې غونډې ته به جمال الدین الهام خپل غزل کره کتنې ته وړاندې کوي.