پکتیکا ادبي بهیر لنډ راپور
پکتیکا ادبي بهیر خپله نهمه تنقیدي غونډه او مشاعره نن د پنجشنبې په ورځ د ماسپښین په یوه بجه مرکز ښرنې ته څېرمه په لینکن ښوونیز مرکز کې تر سره کړه.
غونډه د روزي خان ارغوان له خوا په تلاوت پیل شوه چې د ستېج چارې یې انعام الله ګوهر په مخ بیولې او همدا راز د ګزارش لیکلو چارې عبدالرازق بېنوا ته ورسپارل شوې وې.
د تېرې غونډې د پرېکړې مطابق د کلاخان حیران په غزل کره کتنه کېدله خو نوموړي د ورپېښي ستونزي له کبله غیر حاضر و چې وروسته د ګډون والو په خوښه د عبدالرازق بېنوا غزل کره کتنې ته وړاندې شو.
د بهیر ګډونوالو په غزل تنقیدي بحث اوکړ او دیو شمېر نیمګړیتاوو ترڅنګ یې غزل معیاري وباله.
ورپسې ازاده مشاعره وشوه چې ګڼ شمېر شاعرانو په کې برخه واخیسته.
پرېکړه وشوه چې راتلونکې غونډه به دوه اونۍ وروسته کیږي او د روزي خان ارغوان غزل به کره کتنې ته وړاندې کیږي.