غزل
په دې توره شپه بیداره خلک ښه دي
لیونتوبه ستا په لاره خلک ښه دي
چوپه خوله د محبت په ګټه نه ده
د منصور غوندې تر داره خلک ښه دي
په مونږ څه کوې د حسن سوداګره
ستا لپاره دنیاداره خلک ښه دي
ملنګانو بادشاهان درنه قربان شه
لکه ستاسو بی ازاره خلک ښه دي
چې د قام په ګټه نه تیروي عمر
له دی کاره بی روزګاره خلک ښه دي
څوک چې مینې ته ګناه واي سعوده
ورته وایه ګنهګاره خلک ښه دي
سیدشاه سعود
30.10.2012
- عمادالدين دوران
غزل
څه بې مهره محبته دوستانه شوه هر سړی شو مطلبي څنګ زمانه شوه
ما چی ځان پرې قربان کړی و پردی شومينه لاړه اجنبی او بيګانه شوه
نا ليدلى مې و ، زړه باندې منلىګرم يې نه بولم مينه افسانه شوه
هغه څوك چې راته غرونه غرونه ګران ورانه پاتې يې په نيمې كې رشته شوه
يوه ورځ به اوازه شي په دې چم كېخاټول وركه ، خا...
08.11.2012
- عمادالدين دوران
پکتیکا ادبي بهیر لنډ راپور
پکتیکا ادبي بهیر خپله نهمه تنقیدي غونډه او مشاعره نن د پنجشنبې په ورځ د ماسپښین په یوه بجه مرکز ښرنې ته څېرمه په لینکن ښوونیز مرکز کې تر سره کړه. غونډه د روزي خان ارغوان له خوا په تلاوت پیل شوه چې د ستېج چارې یې انعام الله ګوهر په مخ بیولې او همدا راز د ګزارش لیکلو چارې عبدالرازق بېنوا ته ورسپارل شو...