غزل

څه بې مهره محبته دوستانه شوه
هر سړی شو مطلبي څنګ زمانه شوه


ما چی ځان پرې قربان کړی و پردی شو
مينه لاړه اجنبی او بيګانه شوه


نا ليدلى مې و ، زړه باندې منلى
ګرم يې نه بولم مينه افسانه شوه


هغه څوك چې راته غرونه غرونه ګران و
رانه پاتې يې په نيمې كې رشته شوه


يوه ورځ به اوازه شي په دې چم كې
خاټول وركه ، خاټول وركه شوه اومړه شوه

خاټول احمدزۍ