د افغان ادبي بهير د غونډې ريپوټ
د افغان ادبي بهير اونيزه غونډه د ۱۳۹۱ لمريز كال د تلې يا مېزان د مياشتې په يوويشتمه نېټه په كاروان انسټيټيوټ كې قاري حسيب الله د سپېڅلي كلام د مباركو ايتونو په تلاوت سره پيل كړه. بيا هم غونډه درې برخې وه ، رېپوټ ، لكچر او مشاعره .
دياسينګ انجان د غونډې مشر ، ولي مرجان درمان او تاج الدين محبت د غونډې مېلمانه وو.د تيرې غونډې د ريپوټ له اورولو وروسته بهيروالو په راپور خپل نظرونه وركړل ، همايون هيواد وويل : په رېپوټ كې بايد د رېپوټ لپاره له دې دريو كليمو راپور ، ګزار ش او رېپوټ څخه يوه كليمه انتخاب شي .نورګل شفق يادونه وكړه ، كله يې چې د بهير رايپوټ ليكه، په كومو خبرو چې سم نه و پوه شوى نو نه به يې رااخيستې . او له رېپوټره يې وغوښتل ، هغه خبرې چې سم نه وي پرې پوه شوى ، ددې پر ځاى چې ناسمې يې راواخلي ، نه دې رااخلي .وزيري ځاځى او عبدالله هڅاند په يوه خوله وويل ، رېپوټر مخكې له دې چې په بهير كې ريپوټ ولولي ، څو ځلې دې يې له ځان سره تكرار كړي . ورپسې د لكچر برخه پيل شوه ، پر ادب باندې د تعصب او تبعيض ناوړه اغېزې د لكچر موضوع وه ، چې امان الله هوسا پرې خبرې وكړ ې ، هوسا وويل تعصب او تبعيض زموږ د ژوند په ټولو چارو حاكميت لري . ده زياته كړه چې تعصب ته په انګليسي كې پرې چيډېس وايي . چې پرې د مخ او جېډېس د قضاوت معنى لري.په عربي كې تعصب د يوې ډلې بې نهايته طرفداري او مخالفت ته ويل كيږي. تبعيض د يوه شي په مقابل كې عكس العمل ښودل دي ، چې په عربي كې د ټوټې ، ټوټې كولو په معنى دى.هوسا زياته كړه ، تبعيض مختلف ډولونه لري . لكه د پوستكي ، ژبې ، ښكلا مذهب او نورو تبعيضونه . چې د ملګرو ملتونو په بشري حقونو كې ثبت شوي دي . هوسا وړاند ې وويل تعصب او تبعيض كسبي دي او داسې هم شته، چې يو شى په يوه ټولنه كې تبعيض وي او په بله كې نه . هوسا له اديبانو غوښتنه وكړه چې بايد خپل شعر او ادب له تعصب او تعبيض څهه لرې وساتي.
هوسا د همايون هيواد د دې پوښتنې په ځواب كې چې په ټولنه كې د تعصب او تبعيض د مخنيوي لپاره څه وشي؟ وويل ، چې بايد علم او پوهه په ټولنه كې عامه او د خلكو د سواد كچه لوړه شي.د لكچر له پاى ته رسيدو وروسته مشاعر ه پيل شوه ، چې شمس الله هيله من ، نعمت الله سهاند ، فضل الرحمن پاڅون ، قاضي زاده شينواري، اسماعيل تنها، ګل محمد پښتون ، عبدالرحيم صالح ، دياسنيګ انجان، سيد جيلاني جلان، ، زاهدالله احمد ، سردارولي څرك ، اسدالله نيازى ، محمد عزيزتحريك ، نورالحبيب نثار ، عبدالجبار څپاند ، نقيب الله زهير ، عبدالهاشم ناصري ،غني خان غالب، عمادالدين دوران ، ارشاد رغاند ، ذلال احمد وردګ او پيرمحمد كاروان په كې خپل شعرونه واورول .د غونډې په پاى كې د غونډې لومړي ميلمه ولي مرجان درمان وويل ، افغان ادبي بهير يو ښوونيز او روزنيز مركز دى ، له بهير څخه په الهام اخيستو په نورو ولايتو نو كې هم ورته بهيرونه پيل شوي دي.
تاج الدين محبت هم بهير د زده كړې ځاى وباله او وې ويل ، وياړ لرم ، چې د خپلو بهير والو ملګرو شاعرانو او ليكوالانو سره يو ځاى يم .د غونډې مشر دياسنګ انجان غونډه خوښه كړه او د امان الله هوسا د لكچر په اړه يې وويل ، چې موضوع يې ښه وه او ښې خبرې پرې وشوې ، ده زياته كړه ، همدا تعصب او تبعيض دى ، چې موږ يې د نړۍ له پرمختګونو وروسته پاتې كړي يو. د غونډې د دريځ چارې خالد ستانكزي پر مخ وړلې او سعيدالرحمن مسكينيار يې ريپوټ ليكه . او پرېكړه وشوه چې راتلونكې اونۍ د رشاد بابا كره كتنه ده او لطف الله اړ به خپل شعر په كې كره كتنې ته وړاندې كړي .
ريپوټ ليكوونكى : سعيدالرحمن مسكينيار