د پکتیکا ادبي بهیر ۱۴ مه غونډه

پکتیکا ادبي بهیر خپله ۱۴ مه تنقیدي ناسته او مشاعره نن د جمعې په ورځ ( د مرغومي په ۲۹) د ماسپښین په دوو بجو د اطلاعات او فرهنګ په عامه کتابتون کې تر سره کړه.غونډه د سیدرحیم الله ((حسیني)) لخوا په تلاوت پيل شوه چې د ستېج چارې یې انعام الله ګوهراو غلام حسین شاکر او همدا راز روزي خان ارغوان د راپور لیکو چارې په غاړه اخیستې وې.د نوموړې غونډې ریاست غلام رحمان همدرد ته سپارل شوی ؤ،همدا راز دولت خان ((ترکیوال)) او ساحل ((شجاع)) د مشرانو په څوکۍ ناست وو.

له پرېکړې سره سم د همایون ((همدرد)) غزل کره کتنې ته وړاندې شو. په غزل اوږد تنقیدي بحث وشو چې په ترڅ کې یې غزل د یو څه نیمګړتیاوو تر څنګ معیاري وباله او شاعر ته یې د لا ښه شعر لیکلو دپاره ګټورې مشورې او نظرونه ورکړل.

د غونډې په دویم پړاؤ کې آزاده مشاعره وشوه چې شاوخوا ۴۵ شاعرانو په کې خپل شعرونه ولوستل.

پرېکړه وشوه چې راتلونکې غونډې ته چې دوه اونۍ بعد ده،زلمی شاعر رامیز راجا به خپل غزل کره کتنې ته وړاندې کوي.