غزل
ستا په محبت کی تر هنره رسیدلی یم
ان په توره شپه کی تر سحره رسیدلی یم
ګرانې نوره مه کوه زما د ورکیدو هڅه
هسې د درد خولې کې تر خنجره رسیدلی یم
اوس به دې جانانه د نازونو روژه ماته کړم
زه په تږو لارو تر اختره رسیدلی یم
ما چې ستا د مخ په رڼو کرښو کې عشق ولوستو
ځکه اوس پرهر نو تر پرهره رسیدلی یم
هارون پرهر
16.04.2012
- عمادالدين دوران
غزل
ستا پر خاطرو باندې اوس ډيرې شيبې تيرې دي
زما نه په اكثرو كې اكثره كيسې هيرې دي
زه څومره هيرجن يمه هيڅ شى په ياد كې نه لرم
ستا سره خبرې د كولو څومره ډيرې دي
څنګ كې مې روانه يې خو مخته وروسته ډير ګورې
دغه نښانې خو در سره ټولې د ويرې دي...
18.04.2012
- عمادالدين دوران
غزل په سره ټکه غرمه په انتظار د سېوري لاندې یو ښکلی شان ماشوم اوده په لار د سیوري لاندې راځه چې دا دنیا یو څو شیبې کړو سره هیره راځه چې هلته کینو لږ قرار د سیوري لاندې سپوږمۍ پسې ېې دومره غټه تیږه وه راخستې پټ پټ و راروان لکه لوټمار د سیوري لاندې ضرور دی چې به دنګو جینکو ته غلي ګوري دا نن صبا د ژڼو نور څه کار د سیوري لاندې هغه د کلي مست د ژڼو سر چې مساپر شو ګونګۍ هره حج...