غزل
په سره ټکه غرمه په انتظار د سېوري لاندې
یو ښکلی شان ماشوم اوده په لار د سیوري لاندې
راځه چې دا دنیا یو څو شیبې کړو سره هیره
راځه چې هلته کینو لږ قرار د سیوري لاندې
سپوږمۍ پسې ېې دومره غټه تیږه وه راخستې
پټ پټ و راروان لکه لوټمار د سیوري لاندې
ضرور دی چې به دنګو جینکو ته غلي ګوري
دا نن صبا د ژڼو نور څه کار د سیوري لاندې
هغه د کلي مست د ژڼو سر چې مساپر شو
ګونګۍ هره حجره او هر بنډار د سیوري لاندې
ترې ډیرې نوې کوډې به رازده کړم د سندرو
ارمان سره که کینمه یو وار د سیوري لاندې
بيلنډه بدرۍ
18.04.2012
- عمادالدين دوران
غزل
ستا په محبت کی تر هنره رسیدلی یم ان په توره شپه کی تر سحره رسیدلی یم ګرانې نوره مه کوه زما د ورکیدو هڅه هسې د درد خولې کې تر خنجره رسیدلی یم
اوس به دې جانانه د نازونو روژه ماته کړم زه په تږو لارو تر اختره رسیدلی یم ما چې ستا د مخ په رڼو کرښو کې عشق ولوستو ځکه اوس پرهر نو تر پرهره رسیدلی یم
...
20.04.2012
- عمادالدين دوران
مړه مينه اودسپين غر لمن
دکونړ دلوړوغرونو په لــــمن کېنابغه فرزند پيدا د سيدسفدر شي
دوستانو خوښ يم چې يوځل بياديوه ښکلي زيري په لرلو له تاسوسره يم ،زيرى دادى چې دځوان ژورنالېست اوتکړه کيسه ليکونکي ضاءالرحمن حبيب سپين غر دلنډوکيسولومړۍ ټولګه (مړه مينه)له چاپه راووته.
دغه ښکلې ټولګه چې له شلوتر درويشتولنډې کيسې پکې دي،په ښکلي صحافت اوښايسته ډيزاين دزروټوکوپه شمار په ننګرهار کې دمومندخ...