غزل

 

ستا پر خاطرو باندې اوس ډيرې شيبې تيرې دي

زما نه په اكثرو كې اكثره كيسې هيرې دي

 

زه څومره هيرجن يمه هيڅ شى په ياد كې نه لرم

ستا سره خبرې د كولو څومره ډيرې دي

 

څنګ كې مې روانه يې خو مخته وروسته ډير ګورې

دغه نښانې خو در سره ټولې د ويرې دي

 

څومره په څپو څپو دا واوره را وريږي نن

ګوره ما و تا باندې اوريځې را چا پيرې دي

 

زما و ستا دا زړونه خو په مينې كې نژدې شوله

څومره مو كورونه د يوه بل څخه ليرې دي

 

سپين مخ كې د سرو شونډو وطن دې اباد كړى دى

وينې د اوبو په سر سكروټې چې را ګيرې دي

 

جاويد اوربل