کـا بـله

کابله بیا دې پر سینه باندې اورونه بل دي
بیا دې د غوښو ټوټې سوځي د لمبو په تاو کې
... کابله بیا دې نن د کوکو اوازونه اورم
بیا دې د وسوم، وسوم، وسوم فریادونه اورم
................................................
کابله بیا د میرڅمنو په جګړو کې سوځې
د ښامارانو د سرو ژامو په لمبو کې سوځې
کابله ځای دې په وجود کې د زخمونو نشته
خو د لېوانو په سینو کې هډو زړونه نشته
ستا له هډوکو نه یې ستا تن ته خنجر جوړ کړی
ستا له بدنه یې ځانونو لره سپر جوړ کړی
ګولۍ له هرې خوا ورېږي خو پر تا لګېږي
ستا په ټپي ټپي وجود رسا، رسا لګېږي
...............................................
دوی نه انګرېز وژني، نه روس نه امریکا ووژني
ستا پر بچو پورې بم وتړي، پرې تا ووژني
کاش دوی د اوسپنو کلا کې یرغلګر ووژني
کابله دوی خو ستا مجبور بچی عسکر ووژني
..............................................
کابله نن دې پر بچیو هم اورونه بل دي
له ننګرهاره هم د کوکو اوازونه راځي
نن دې لوګر هم بیا سوځېږي د لمبو له تاوه
له پکتیا نه دې هم غږ د فریادونو راځي
...............................................
کابله نن خو ته پخپلو وینو رنګ یې ګله
نن ته پخپله هم په ژامه کې د جنګ یې ګله
خو زه پوهېږم تا ته بله اسره پاتې نه ده
تا ته زما کابله بله چاره پاتې نه ده
..............................................
پاڅه په زوره، زوره، زوره فریادونه وکړه
پام کوه ستړی نه شې پرې نه وځې
خپلو زخمونو ته تسلیم چې نه شې
او پرهرونو ته تسلیم چې نه شې
عرش ته یو څو ګامه مزل پاتې دی

عبدالغني هاشمي


۲۷/۱/۱۳۹۰.