سوي اهونه
سمندر به مې له اوښکونه جوړيږي
زما دسولې د ارمان پوښتنه وکړئ
مرورسوله بيا مونږ لره پخلا کړئ
درپه در دمظلومان پوښتنه وکړئ
په پردی وطن کې بيا پښتنه مړه ده
ځنکدن کې دګريوان پوښتنه وکړئ
په سلګوسلګو ژړلې خپل وطن ته
ناموس وګټئ دافغان پوښتنه وکړئ
چې زيارت اوهديره يې معلوم نه شوه
مسافرمړه ده دايمان پوښتنه يې وکړئ
جنګ طوفان دغم لښکر يي ده سم کړی
زماداوښکو دکاروان پوښتنه وکړئ
پلار يي نشته يتيمان دکونډۍ موردي
سپيره مخ دي ماشومان پوښتنه وکړئ
حفيظ وايي دادکونډولښکر ګورئ
د ا فغان د يتيمان پوښتنه وکړئ
زرلښت حفيظ
دا شعر د يوې پښتنې مهاجرې مورپه مرګ چې بی بی فاطمه نوميده او د خپل وطن د ليدو ډيره ارمانجنه وه خو د هيواد نه بهر په كډوالۍ کې مړه شوه ليکل شوى دى .
15.04.2012
- عمادالدين دوران
غزل
د وره په خوله کې يوه خوله راکړه ښايسته جانانه
وظيفه را وړه خداى دې وبښه راځه جانانه
کافرې زلفې دې خداى پوه کړه چې طالب يمه زه
که يوه شپه راباندې واچوې چاپه جانانه
لمر چې راخيږي نو په هغه وخت کې مونځ مکروه وي...
16.04.2012
- عمادالدين دوران
کـا بـله کابله بیا دې پر سینه باندې اورونه بل دي بیا دې د غوښو ټوټې سوځي د لمبو په تاو کې ... کابله بیا دې نن د کوکو اوازونه اورم بیا دې د وسوم، وسوم، وسوم فریادونه اورم ................................................ کابله بیا د میرڅمنو په جګړو کې سوځې د ښامارانو د سرو ژامو په لمبو کې سوځې کابله ځای دې په وجود کې د زخمونو نشته خو د لېوانو په سینو کې هډو زړونه نشته ستا له هډوکو نه یې ستا تن ته خنجر جوړ کړ...