غزل

 

د وره په خوله کې يوه خوله راکړه ښايسته جانانه

وظيفه را وړه خداى دې وبښه راځه جانانه

کافرې زلفې دې خداى پوه کړه چې طالب يمه زه

که يوه شپه راباندې واچوې چاپه جانانه

لمر چې راخيږي نو په هغه وخت کې مونځ مکروه وي

چې په راتلو دې خداى ته نه کوم سجده جانانه

ښکلى وړوکې وي که لوى وي موږ زکات ترې اخلو

شات نصاب نلري هر وخت کې وي پوره جانانه

بسمل به مړ شي او نمبر به يې بيا کار نه کوي

اوس کله کله يو مسکال ورته کوه جانانه

 

محمد عليم بسمل / لوګر