غزل
هر وخت خفه ګرځي له ما نه راحت نه راکوي
جانان اوس هغه پخوانی محبت نه راکوي
تا خو وعده راسره اوکړه د صبا خوګلې
جنون مې دومره د اوږدو اجازت نه راکوي
جانان پخپله که رضا شو راله راغی نو ښه
کنه پښتو مې د سجدو اجازت نه راکوي
پخپله توپه ساتي بم اؤ ايټم بم ساتي خو
زمونږ په لاس کښې دليندو اجازت نه راکوي
دا چې د امن په نوم ټول جهان کښې شر خوروي
مونږ ته د روغې د جرګو اجازت نه راکوي
اعظم خان خال به يې دزنې شم يا ټيک دتندي
جانان پشانتې د پردو اجازت نه راوی
اعظم خان اعظم