غزل

یوه ورځ ستاسو د کور په لاره تېر شوم

زور مې نه وه ډېر کمزور په لاره تېر شوم

ستا دکلي سپي په ما داسې راټول شول

بې فایدې وه زما شور په لاره تېر شوم

ما اظهار لا ستا د مینې کړی نه وه

په ما ولګېده تور په لاره تېر شوم

ستا د ښکلي مخ دیدن پکې ونه شو

داسې ووم لکه شبکور په لاره تېر شوم

ستا په چم کې رقیبان ټول میلمانه وه

یرېدمه له پیغور په لاره تېر شوم

دې شین سترګو باندې کله مې پېرزو شې

جانباز وسولم بې اور په لاره تېر شوم

                         محمد ایاز جانباز