غزل
شـــــــــــپه او ورځ ژاړيږمه،خندامې هيره شوې ده
خـــــــپل ځان ته ښېرې کوم،دعـا مې هېره شوې ده
شپه په ما اوږده ده،ســــــــــــباوون مرورشوئ دئ
نه راځي رڼا خــــــــــــــــــدايه ،رڼا مې هېره شوې ده
مينه څه ته واېې؟ ما دمينې نوم هــــــير کړئ دئ
مينه بي معنې شوه،که معنا مې هـــــېره شوې ده
زه دوخت نا خوالو،دجنون تر ســــــــرحد تېر کړمه
اوس داسې مجنون يم،چې ليلا مې هېره شوې ده
زه قـــــــيام دوخت تورې تيارو پسې اخيستئ يم
کــــــــومه خوا نيت وتړم؟ قـــــــبله مې هېره شوې ده
الحاج الهام الدين قيام
والدورف،جرمني