غزل

هسې يې په مینه باندې غل کړمه
نه مې پردی کۍ او نه يې خپل کړمه

سترګې راپسې يې ګله مه کوه
چا چا سره دلته به غوبل کړمه

نن ېې مازیګر راته وېل چی تله
راکړه دې رومال چې درله ګل کړمه

سترګه کښې باڼه دې دي رايسته که
بیا يې څه په نوې بانه ښکل کړمه

مات يې کړل بنګړي له خندا شنه شوله
وې وېل چې داسې به دې دل کړمه

خال راله په غونډه زنه اووهه
مورې چې زرېاب پری ښه پاګل کړمه

زرېاب یوسفزئ