غزل
څه عجيبه غوندے دوران تيريږی
ژوندون مې ټول څه په لړزان تيريږی
د خو شحا لـــــــــــــــــــو نه نا بلده يمه
هره لحظه مې په خفګا ن تيريږی
زه کله کينم کلـــــــــــــــــــه او د ريږ مه
ژوندون روان دے بس روان تيريږی
خپلو غمونو کښې څوک نه شريکوم
هر رنګه غم که مې په ځان تيريږی
خدايه ظالم ته یې لږ هم اوښايه
څه چې په لوئ افغانستان تيريږی
که اتفاق مو ځان کښې را نه ويستو
ژوند به مو خوار هم دغه شان تيريږی
دنيــــا روانـــــــــه ده پـــــه مخه باندې
مونږه ولاړ يو او کـــــــاروان تيريږی
پــــــه ما اعظم دا ستا د ياد نه بغير
يوه ګــــــــــړۍ که په ايمان تيريږی
اعظم خان اعظم