ستورې مرور دي
د زړه حال ليکلى نشم ما نه توري مرور دي
سپوږمۍ هم ښکاري تنها لکه چى ستوري مرور دي
تانده دښته کې کيږدۍ د درد قسمت مو غوړولې
هم خوښي له موږ نه تللې ده هم سيوري مرور دي
ته له درد ځينې آزاد شوې راحتونه دﺉ نصيب شه
خالي ځاى خاموش تصوير دي راته گوري مرور دي
گُودر خالي خالي دى شاليلا نه ده راغلې
هم گُودر هم چنارونه په هر لوري مرور دي
٢٠١٠-٦-٢٧
04.11.2010
- عمادالدين دوران
افغان ادبي بهیر- ګزارش
افغان ادبي بهیر خپله اونیزه غونډه په کال ۱۳۸۹ هجري ،دلړم په ۲ د یکشنیې په ورځ په بي بي مریم لېسه کې د اکرام الدین مفتون (غرق و پرق) په ریاست کې تر سره کړه چې مشران مېلمانه یې سعدالله فطرت او ډاکټر مجاهد ول۰د ویاندویۍ چارې عبدالرحیم هلال او دګزارش لی...
05.11.2010
- عمادالدين دوران
غزل
له کله نه چې ستا د سترګو تور لري په زړه کې
ژوندون بس یو عجیبه شانتې زور لري په زړه کې
...