غزل

له کله نه چې ستا د سترګو تور لري په زړه کې

ژوندون بس یو عجیبه شانتې زور لري په زړه کې

 

یو څوک به ضرور ستا هره ادا په زړه  کې ساتې

یو څوک به ضرور ستا ښکلی انځور لري په زړه کې

 

د سرو باړخو ، او سپینو  لیچو دام به درته کیږدي

شیطان او ښکلي څه رشته ضرور لري په زړه کې

 

سینه پوري مي  ټینګ ګړي ، او سلګو کې راته وايي

قسم دی ستا یادونه  مې اوس  کور لري په زړه کې

 

پرون یې لا د نن  په خاطر سترګې توري کړې  

نو ته ووایه اوس به څومره شور لري په زړه کې

 

نجلۍ پټه ور وګوري ، هلک بریتونه تاوو کړي

پښتون اوس خپلي مینې ته هم پور لري په زړه کې

 

په خوا به لا حالاتو له سیالۍ نه وو استلی

ژوندون چې ډاډه ګرزي خپله مور لري په زړه کې  

 

                                                عبدالله شاه ژوندون  ۳/۱۱/۲۰۱۰