افغان ادبي بهیر- ګزارش

 افغان ادبي بهیر خپله اونیزه غونډه په کال ۱۳۸۹ هجري ،دلړم په ۲ د یکشنیې په ورځ په بي بي مریم  لېسه کې د اکرام الدین مفتون (غرق و پرق) په ریاست کې تر سره کړه چې مشران مېلمانه یې سعدالله فطرت او ډاکټر مجاهد ول۰د ویاندویۍ چارې عبدالرحیم هلال او دګزارش لیکنې چارې قاري محمد ایاز جانباز تر سره کولې۰غونډه د عزیز الرحمان نیازي له خوا د قران کریم په څو مبارکو ایاتونو پیل شوه ۰د تېرې غونډې ګزارش قاري محمد ایاز جانباز ولوست ۰ د ګزارش په هکله نیازي صېب وویل :ګزارش باید په جورنالیستي بڼه  واورول شي۰ تحسین صېب وویل په ګزارش کې باید له ضمایرو کار واخیستل شي ۰دوران وویل د همایون هما په قیصه کي د (بل صېب) په ځای (بل کس) لیکل په کار ؤ،قریشي صيب ګزارش په زړه پورې وباله او زیاته یې کړه دومره ډېر مثالونه په ګزارش  کي  راوستل په کار نه وه۰

د پرېکړې سره سم د ښاغلي نجیب الله ننګیال غزل کره کتني ته وړاندې شوه چې مطلع

یې داسي وه:

قافلې د حسینانو کي وتلی راته ښکارې

والله زړه دي رانه وړی ډېر زیات ښکلی راته ښکارې

 

ښاغلي ګوهر د مطلعې تایید وکړ او زیاته یې کړه د والله لفظ سکتګي پیدا کړې خو صفی الله ثمر صېب د(زیات) لفظ د سکتګي سبب وباله.   قریشي صېب وویل که دولله په ځای اشنا راشي ښه به وي. ښاغلي سید عمران شهید اوویل:  که چېرې د ولله لفظ ترې لرې شي نو بیا سیلاب کمیږي   ښاغلي دوران د قریشي سمونه په ځا ی وبلله او زیاته یې کړه چي په شعر کي د قسم خوړل مناسب نه دي خو علامه صېب وویل دلته قسم د تاکید او تزین لپاره کارول شوی  چې د شعر شکلا زیاتوي .

اول بیت :

بیا د کومو شوخو سترګو تېرو غشو یې داغلی

اې د زړه کابله بیا نن نړېدلی راته ښکارې

ښاغلي دوران د بیت تایید وکړ او ویې ویل چي ښه احساس په کي پروت دی،علامه صېب هم په شعر کې ذکر شوي  تشبیهات په ځای وبلل. د غونډې نورو ګډونوالو هم شعر له فکري او فني پلوه په زړه پورې وباله. 

دوهم بیت :

راشه چم ته د پې مخو چي د ژوندپه خوږو پوی شې

نور زاهده په خلوت کی ترهېدلی راته ښکار ې

 

ښاغلي تحسین صېب وویل نور باید ددې ملا او د زاهد د نومونو نه تېر شو .د ا زمونږ د اسلام اساسات دي ،مونږ ته په کار دی چي نوښت وکړو ،مخکينیو شاعرانو هم ډېر شعرونه د زاهد او شېخ په باره کي لیکلي ،شعر باید ټولني ته یو ښه پیغام ولري،بیت د معنی په لحاظ درست نه دی علامه صېب وویل :خلوت د راهب کاروي ،رهبانیت نبي کریم صلی الله علیه وسلم منع کړی دی ځکه چي د اسلام یو اهم رکن امر بالمعروف او نهی عن المنکر بیا تر پښو لاندي کیږی او زاهد سړی د اسلامیت سره اشنا کوي او بله خبره دا چي شیخ ،شوم اوشرر دا دشیطان نومان هم دي باید فرق وکړل شي

قریشي صېب د بیت سمونه داسي وکړه : راشه چم ته د پې مخو چي د ژوند په خوږ و پوی شې//نور خو ته هم غلامۍ کي ترهېدلی راته ښکارې

ښاغلي ګوهر بیت په خپل ځای سم وباله او ویې ویل هر کله چي په شعر کي شېخ  راشي نو د هغه نه دشاعر مطلب هغه ریاکار او تش په نامه زاهدان وي۰

 

ښاغلي سکندر افریدي وویل په شعر کي باید مذهبي اشخاصو ته کوم زیان ونه رسوو او داسي شعر ولیکو چې ټولني ته یو ښه پیغام ولري.

مقطع :

ګومان بیادي نصیب شوي د سرکو شونډو سرونه

چي خمار پروت یې ننګیاله زنګېدلی راته ښکارې

 

ښاغلي علامه صېب خپل نظر داسي څرګند کړ غزل باید پنڅه بیته ولري او زیاته یې کړه چي خمار د نشې کړلو نه مخکي حالت ته ویل کیږي ،تحسین الله وویل خمار د شراب سکلو نه وروسته د نشې حالت ته ویل کیږي.

په اخر کي نجیب الله ننګیال له ټولو ملګرو مننه وکړه چي په غزل یې ګټوري خبري وکړې.

د غونډي په دوهم پړاو کي ازاده مشاعره وشوه چي په کي اول جان،صفی الله ثمر،شمس الرحمان ارمان،عمر ګل عابد،سکندر اپریدی،نظیرالحق قریشي،علي خان رازدار،محبت اپریدی،ذبیح الله قاسمي،سمیع الحق علي خېل،سید عمران شهید،کریم الله حیدري ،محمد ایاز جانباز،نجیب الله ننګیال،تحسین الله تحسین،انعام الله ګوهر،علامه عبدالستار محمدي،عزیزالرحمان نیازي،عماد الدین دوران ،ډاکټر مجاهد،عبدالرحیم هلال،سعد الله فطرت او اکرام الدین مفتون ګډون وکړ۰

په اخر کي د کونړ څخه راغلي مېلمه سعد الله فطرت صېب د خوشحالي اظهار څرګند کړ چي په پېښور کي داسي ادبي غونډي کیږي ور پسې دغونډي رییس ښاغلي اکرام الدین مفتون ټولو ګډون والو ته په زړه پوري خبری وکړې،نوموړي وویل : زما ګرانو وروڼو نن ټول کفار د مسلمانو او اسلام په ضد یو شوي دي او په مسلمانو ډېر سخت حالات دي په دې حالاتو کي د څه وخت دپاره باید مونږ ددوۍ دپاره شعرونه ولیکو او د اسلامي شخصیاتو توهین په خپلو شعرونو کی ونه کړو.

مونږ په شپږو پردو کي نغاړل شوي یو:

۱ د انسانیت پرده ۲ .د اسلامیت پرده۳.د افغانیت پرده ۴.د پښتو پرده ۵.د انقلاب او

روشانه تاریخ پرده ۶.د شعر او ادب پرده

ددې ټولو پردو مونږ ته پوره خیال په کار دی.مونږ د شعر دپاره نن سبا ډېر موضوعات لرو زمونږ د هېواد د هر کس ژوند یو پوره داستان دی،او زمونږهر شعر او هر خبر باید د قران او حدیث په رڼا کي وي.

پریکړه وشوه چي راتلونکې غونډي ته به سکندر اپریدی یا شفیق الله سحر خپل اثر کره کتني ته راوړي.

غونډه د تحسین الله په خوا په دعا سره پای ته ورسېده.

 

ګزارش لیکونکي : قاري محمد ایازجانباز