حالات
نه خو د ورځې شو وتی او نه د شپې له کوره
دښمن مو څوک دی؟ چا مو تاو کړلې لمبې له کوره؟
مونږ ترهه ګرو په قبرونو کنستو ستړي کړو
زمونږ به څومره اوځي نورې جنازې له کوره
له کوره مه اوځئ بچو په کلي اور بليږي
د خان خبرې ما پخپله اوريدې له کوره
مونږ په خپل کور کې هم ژوندون ته په قلار نه پريدي
په رڼا ورځ مې يوړې چا د وره تمبې له کوره
آخر مونږ ځان ته پښتانه وايو راځئ راوځئ
ته به تر څو زه به تر څو وهم نارې له کوره
زمونږ د سر سودا دې کړې ده سالاره ښکاري
په نيمه شپه چې شوې روانې قافلې له کوره
د خداي په دين کې نه فتنې شته نه فساد شيخانو
په دين کې مه جوړوئ نوې مسلې له کوره
ورکړئ يو بل ته پښتنو د ورورولۍ لاسونه
د نفرتونو بتان مات کړئ د سينې له کوره
مونږ مسافر خو د ژوندون په خوږو پوهه نه شو
صابره مونږ تيرې بهر کړلې مودې له کوره
ابراهيم شاه صابر
[د کشمال نوی ښکار]