غزل

زه په قاتل باندې دعوه د قتل نه لرمه

له مانه پس به ما څوک وګټي زه څه لرمه

ستا محبت کې یې مرمۍ ته مخامخ نیسمه

وطنه دې سینه کې زه ایماني زړه لرمه

دغه مظلوم په دې خبره خلکو وواژه چې

ده ویل له چا سره نه بد لرم نه ښه لرمه

همدې زما د غریبۍ پرده ساتلې پټه

شکر دې خدایه چې په کور کې خو تیاره لرمه

همدوي فطرته په خوږه خوږه کې وخوړمه

ما به هر چاته ویل یاران خواږه خواږه لرمه

                        د اکتوبر ۲۷ مه

                       کونړونه اسعداباد