غزل

شرمنده يې د لوحې خوا کې ولاړ دى
يو قاتل د هديرې خوا کې ولاړ دى


د همدې وجود ټوټه يې ده خوړلې

دا وجود چې د جنډې خوا کې ولاړ دى


دې وطن ته رڼا هغه سړي راوړه
چې په خپله د تيارې خوا کې ولاړ دى


ستا نامه ستا د کاله په دېوال ليکي
لېونى دې د کوڅې خوا کې ولاړ دى


مور دې ومره وه شهيده زويه پاڅه
زوى دې ما سره نږدې خوا کې ولاړ دى


ويل ور غږ کړئ چې دننه ديدن وکړي
فطرت بيا د دروازې خوا کې ولاړ دى

 

سعدالله فطرت