غزل

کاشکې پاکـــه دا دنیا وای لکــــــــــــه اوښکه
له بدرنګـــــــــــــــــــــو نه صفا وای لکه اوښکه
 
د الفت په میـــــــــــــــــــــــــــکده کي اوسیدلای
له بیلتون سره پخــــــــــــــــــلاوای لکه اوښکه
 
نور دي  هـیڅ نه وای بس رب ته وای محبوبه
تویه شـــــــــــــــــــــــوي په دعا وای لکه اوښکه
 
په لیمو کي دجــــــــــــــــــانان چي مي دېره وای
هم په غم هم په خنــــــــــــــــــدا وای لکه اوښکه
 
یا د غاړي لونګین زه د جـــــــــــــــــــــــانان وای
یا ګریوان کي په نڅـــــــــــــــا وای لکه اوښکه
 
له لیمــــــــــــــــــــو مي تر ګریـــــوانه مزل کړلای
ډیر خـــــــوش بخته تر هر چا وای لکه اوښکه
 
ما به ولي د سیـــــــــــــــــــــدشاه مریدي نه کړه؟
که یې کار په انتهــــــــــــــــــــا وای لکه اوښکه
 
سیدشاه خروټی-لندن