غزل
بې نامې ومه چې ته راسره نه وې
بې جوړې ومه چې ته راسره نه وې
بې قسمته وې چې زه درسره نه وم
بې مزې ومه چې ته راسره نه وې
بې مفهومه وې زه درسره نه وم
بې فایدې ومه چې ته راسره نه وې
بې تصویره وې چې زه درسره نه وم
بې څېرې ومه چې ته راسره نه وې
بې غروره وې چې زه درسره نه وم
بې شملې ومه چې ته راسره نه وې
بې احساسه وې چې زه درسره نه وم
بې جذبې ومه چې ته راسره نه وې
بې سروره وې چې زه درسره نه وم
بې نغمې ومه چې ته راسره نه وې
بې وطنه وې چې زه درسره نه وم
بې اسرې ومه چې ته راسره نه وې
بې فطرته وې چې زه درسره نه وم
بې "ډیوې" ومه چې ته راسره نه وې
سعدالله فطرت

24.10.2010
- عمادالدين دوران
تیره شپه چي څنګه ان لاین شوم ،حمید احساس د یاهو کانفرس ته وروغوښتم،چي ورغلم ،بانډار ښه ګرم ؤ،جلال امرخېل،ژوندون،عمادالدين دوران ،نعیم افغان او حمیداحساس له اول نه موجود وو ،نو فی البدیهه مشاعره مو وکړه.انعام الله ګوهر
مطلع دوران داسي جوړه کړه
دامشکل به شي اسانه خدای به خیر کړي :::: لا خو نه یو بې جانانه خدای به خی...
24.10.2010
- عمادالدين دوران
کفر ضرور تښتېږي!!
چې لوړ، لوړ غرونه مونږ لرو کفر ضرور تښتېږيچې سنگرونه مونږ لرو کفر ضرور تښتېږي
د کفر دلته اوسېدل دومره اسانه نه ديچې ير غلونه مونږ لرو کفر ضرور تښتېږي
د وخت مغرور ه نيواکگر دي مونږه تل شړليچې تاريخونه مونږ لرو کفر ضرور تښتېږي...