کفر ضرور تښتېږي!!

چې لوړ، لوړ غرونه مونږ لرو کفر ضرور تښتېږي
چې سنگرونه مونږ لرو کفر ضرور تښتېږي

د کفر دلته اوسېدل دومره اسانه نه دي
چې ير غلونه مونږ لرو کفر ضرور تښتېږي

د وخت مغرور ه نيواکگر دي مونږه تل شړلي
چې تاريخونه مونږ لرو کفر ضرور تښتېږي

که تۀ د روس، چنگيز، انگريز قصه له چانه واورې!
چې داستانونه مونږ لرو کفر ضرور تښتېږي

وخت به د ټولو يرغلگرو مرۍ لاس ته راوړي
چې گوزارونه مونږ لرو کفر ضرور تښتېږي

هر يو ، بوډا ، هريو ماشوم ، مو د سنگر شوقي دي
چې غيرتونه مونږ لرو کفر ضرور تښتېږي

د اېټم  بم ، ټيکنالوژي يې کړه خنثى ملگرو
چې ځانمرگونه مونږ لرو کفر ضرور تښتېږي

گرانه ! د کفر گنډه تار کې مونږ نه بندېږو
چې استينونه مونږ لرو کفر ضرور تښتېږي

د دنيا ټول ،غليم ، زمونږ ، خلاف ، يو لاس ورکړى
چې ايمانونه مونږ لرو کفر ضرور تښتېږي

آ، سکندر مو ځغلولي دى له دې خاوري نه
چې گړنگونه ، مونږ لرو کفر ضرور تښتېږي


ياره ! داځل به د ډهلي ، په تخت يادگار وليکو
چې تحريکونه مونږ لرو کفر ضرور تښتېږي

پام چې غافله نشي گرانه پخوانۍ قبلې نه
چې غورځنگونه مونږ لرو کفر ضرور تښتېږي

د احمد شاه او د ميرويس نيکه داستان  وگورئ
چې دا نيکونه مونږ لرو کفر ضرور تښتېږي

د تکبير غږ مو هر ظالم په عهده کړى دلته
چې تکبيرونه مونږ لرو کفر ضرور تښتېږي

جابر پر مونږه د خپل جبر انتها کړې ده
چې لوى صبرونه مونږ لرو کفر ضرور تښتېږي

له دغې ټولې علاقې نه به اغيار وشړو
چې همتونه مونږ لرو کفر ضرور تښتېږي

دا پخوانى دور، څه نۀ دى چې تنها گرځېدو
چې کاروانونه مونږ لرو کفر ضرور تښتېږي

يو، د  ((رحمن )) شاگردان داسي اشعار جوړو
چې شعارونه مونږ لرو کفر ضرور تښتېږي

تحسين د مينې او نفرت په معنى ښۀ پوهېږي
چې هوښيار زړونه مونږ لرو کفر ضرور تښتېږي

 

استاد تحسين الله تحسين