تیره شپه چي څنګه ان لاین شوم ،حمید احساس د یاهو کانفرس ته وروغوښتم،چي ورغلم ،بانډار ښه ګرم ؤ،جلال امرخېل،ژوندون،عمادالدين دوران ،نعیم افغان او حمیداحساس له اول نه موجود وو ،نو فی البدیهه مشاعره مو وکړه.انعام الله ګوهر

مطلع دوران داسي جوړه کړه

دامشکل به شي اسانه خدای به خیر کړي :::: لا خو نه یو بې جانانه خدای به خیر کړي

 

جلال :

لا خو شته څه انسانیت په سر د مځکي

چي را ټیټ نه شې اسمانه خدای به خیر کړي 

 

نعیم افغان

 :یارانه کي دبنګړوماتول تل وي 

 ته پرڅه یې پرېشانه؟ خدای به خیرکړي

 

دوران:

 دحالاتو زور په  زړه کي لرو شکر

پاتي نه یو له کاروانه خدای به خیر کړي

 

 ګوهر:

رسوایي او مینتوب سره تړلي

ګوره ته نه شې پښېمانه خدای به خیر کړي

 

دوران:

مستقبل زما او ستا دی لېونیه

رقیب خلاص دی له ایمانه خدای به خیر کړي

 

نعیم افغان  

:یوه ورځ به دي پرسپین مړوندویدېږم

خیرکه اوس یم بې لتانه ،خدای به خیرکړي

 

جلال :

د ژوندون لوړي ژوري دي (الهامه)

زړه به نه بایلې قربانه خدای به خیر کړي       (دا شعر نصرت الهام ته ډالۍ شوی)

 

ګوهر:

بس د تا په دې خبره مي زړه تم دی

خفه نه شې په ما ګرانه،خدای به خیر کړي 

 

نعیم افغان:

 که دي وصل دژوندون په بیه پلورې

داخوډېره د اسانه ،خدای به خیرکړي 

 

حمید احساس

دا ته ولې؟ له ما لرې لرې ګرځې

 دومره نه یم بې وجدانه، خداي به خیر کړی 

 

ګوهر:

 اینده به دي روښانه لکه لمروي

زړه چي ونه خورې افغانه خدای به خیر کړي 

 

حمیداحساس:

ټول یاران مې راټول کړې دی یو ځاي ته 

 رستم نه شته دی ناځوانه، خداي به خیر کړی 

 

ګوهر:

اې ریباره یوځل بیا په جرګه ورشه

لا خبره نه ده ورانه ،خدای به خیر کړي 

 

نعیم افغان:

په زړګي کي دي دکوم ښکلي تصویردی

راته ووایه ارمانه ،خدای به خیرکړي

 

جلال :

 هغه کاڼې زړه به هم الله اوبه کړي

بس دې مه ژاړه ارمانه خدای به خیر کړی

 

نعیم افغان:

دمین دسترګواوښکي دي غمي دي

ورته لپه کړه ګرېبانه ،خدای به خیرکړي

 

ګوهر:

د امید ډېوې راواخلئ ځو به وړاندي

دا تیارې به شي روښانه خدای به خیر کړي

 

جلال :

 په ښارونو کي هم زور د زولنوشو

اې د تورو غرونو ځوانه خدای به خیر کړي

 

جلال :

رنګ دي زېړ مه شه د خلکو له پېغوره

اې زما د زړه سلطانه خدای به خیر کړي

جلال :

اې د هري وار خطا بلا دي زه یم

لکه ګل اوسې خندانه ،خدای به خیر کړي

 

ګوهر:

هغه کیږي چي وي خدای درته لیکلی

ته یې ولي سرګردانه خدای به خیر کړي

 

جلال :

زړه چاودون مي رانزدې دی پسرلی دی

بس خلاصیږو له طوفانه خدای به خیر کړي 

 

نعیم افغان:

که رمه کي دي په ډلولېوان ګرځي

بس همت وکړه څاروانه !خدای به خیرکړي

 

جلال:

ما دزړ ه د پرهرونو ورته ووې

راته یې ووې زما زماځانه خدای به خیر کړي 

 

ګوهر:

زما زړه ته د اشنا غمونو ووې

اې زمونږ خوږه مېزبانه ،خدای به خیر کړي

 

جلال:

ښه ډبله لوپټه به درته راوړم

زړه دي مه خوره له بارانه خدای به خیر کړي

 

جلال :

 د کابل خلک مي نه شې تېر ایستلی

یم راغلی له لغمانه خدای به خیر کړي

 

دوران:

د دوران ،دوران به بیا راشي که خیر وي

سره ګورو به طوفانه خدای به خیر کړي 

 

ګوهر:

 د (بهیر) ضرورتونه به پوره شي

ته غم مه کوه (دورانه) خدای به خیر کړي