افغان ادبي بهیر- ګزارش

 

 

افغان ادبي بهیر خپله اونیزه غونډه په  ۱۳۸۹ هجري کال دتلې په ۱۸ د یکشنبې په ورځ د بي بي مریم لېسې په انګړ کي د  ډاکټر ذبیح الله حسن په ریاست کي تر سره کړه چي مشران مېلمانه یې ډاکټر اجمل او عبدالرحیم هلال وو.

 د وياندوۍ چارې عمادالدین دوران او د ګزارش ليکنې چارې قاري محمد اياز جانباز تر سره کولې،غونډه د نصرت الله الهام لخوا  د قران کریم په څو مبارکو اياتونو پيل شوه

د تېري غونډي ګزارش  جانباز ولوست چې ملګرو پرې کافي تنقيدي بحث وکړ او بیا د پرېکړي سره سم د علامه عبدالستار محمدي غزل کره کتني ته وړاندي شو چي مطلع یې دا وه:

                                    پرېږده چي انځور کړي د اشنا د مخ نصویر ګوتي

                                   بیادي کړې سینګار د څو الفاظو په زنځیر ګوتي

هلا ل وویل: ښه روان بیت دی خو انځور او تصویر یوه معنی لري.

ډاکټر حسن وویل: ردیف په غزل کي ډیر ضرور دی او باید ښه پام ورته وشي،په

دې بیت کي فعل انځور دی او فاعل یې ګوتي دی چي یو له بله لري دي .

 

 

 

اول بیت :              رب ورته تخلیق څه د کمال په اراده کړی

                                   بې کیفه رنګونو ته پیدا کاندي،تاثیر ګوتي

الها م وویل : ښه بیت دی خو داسي ښکاري چي په زور لیکل شوی ،الهامي نه دی.

شهبار وویل: د علامه صیب په شعرونو کي د عربي الفاظ ډیر تر سترګو کیږي،باید

تر خپله وسه داسي شعر ولیکل شي چي روانه او ساده پښتو توري ولري.

ډاکټر حسن وویل : ښه بیت دی او د خدای کمال او جلال ته په کي اشاره ده خو فکر

کوم چي بې کیفه د هغو شیانو صفت دی چي په سترګو نه لیدل کیږي او رنګ نه لري.

فضل مولا تورکي وویل : چي بې کیفه د ناڅرګندو شیانو دپاره کارول شوی او بیت یې په خپل ځای سم وباله.

 

     دویم بیت    :             

                                     دې کي هم د چا د قدرت ستوري ښه ځلاند برېښي

                                    یو متحد لاس کي څومره زیات لري توپیر ګوتي

تورکي وویل : که د ستوري په ځای نښي راشي نو ښه به شي.

تحسین الله وویل : ستوري په خپل ځای سم بولم ځکه ستوري هم د نښو په توګه

کارول کیږي.

دریم بیت :

                             خیال وي د الفاظو د شاعر هسکو فکرونو کي

                           سپین کاغذ ته راشي په غزل یې کړي تعبیر ګوتي

 ډاکټر حسن وویل : که چېري د خیال په ځای ځوب راشي ښه به شي.

الهام وویل : د الفت صیب د نظر مطابق هسک د خیال صفت دی،او فکر ژور وي

یعنی لوړ خیالونه او ژور فکرونه خو تحسین الله بیت په خپل ځای درست وباله.

څلورم بیت :

                                هله ارتقا وکړي د ژوندپه پړاونو کي

                            کله چي قلم غوندي نامدار جوړ کړي امیر ګوتي

هلال او تحسین د بیت تایید وکړ البته قریشي وویل چي د الفاظو ترتیب سم نه دی راغلی.

پنځم بیت :

                          نور په کي حاجت زمونږ د اوښکو او زارو څه دی

                        ستا چي رسېدی شي هم تر ماهم تر تقدیر ګوتي

 ډاکټر حسن وویل : دا بیت د نورو پرتله ښه روان بیت دی او نورو په نسبت قافیه او

ردیف په کي په ښه توګه کارول شوي .

شهباز وویل : بیت ښه دی خو مایوسي په کي ښکاري باید په هر حال کي مونږ له خدای نه مدد او دعا وغواړو.

تحسین وویل : ښه بیت دی او فکر کوم د ابراهیم علیه السلام واقعې ته په کي اشاره

ده.

الهام وویل : ښه بیت دی او ماته یې د ډاکټر اسرار دا څلوریزه رایاده کړه چي

                            خوله مي سوال ته نه جوړیږي لویه خدایه

                           هر چي ښه وي ته یې ماله بې دعا را

                          ته ځما له احتیاجه ښه خبر یې

                         زه به څه وایم چي دا راکه او دا را

د غزل مقطع :

                               واک د بل په لاس کي دی علامه نور په کي څه ګورې

                               هسي په را کاږو د خیالونو په تدبیر ګوتي

 ډاکټر حسن د بیت تایید وکړ خو ویې ویل چي دا هسي کلمې مایوسي پیدا کړي ځکه تدبیر هم ضروري دی .

سیال وویل که چېري د هسي په ځای مونږ راشي نو دا ستونزه به لري شي

د کري کتني نه وروسته علامه صیب له ټولو ملګرو مننه وکړه چي دده په غزل یې

ګټوري خبري وکړې.

د غونډي په دوهم پړاوّ کي ازاده مشاعر وشوه چي لاندي شاعرانو په کي برخه واخیستله :

انعام الله ګوهر،الفت سیال ،قاري محمد ایاز جانباز،همایون ،خان علي مجنون،

علامه عبدالستار ،تحسین الله تحسین ،عبدالمنان ثابت ،ګل اغا شهباز،فضبل مولا تورکی،نصرت الله الها م،عارف همدرد ،نظیر الحق قریشي،نعمت الله احساس

،عبدالرحیم هلال او ډاکټر ذبیح الله حسن.

په اخره کي د غونډي رییس ډاکټر حسن د غونډي په باره کي ګټوري خبري وکړې او

ویې ویل چي افغان ادبي بهیر د ستایلو وړ دی چي پښتو ژبي ته خدمت کوي او

باید دلته مونږ ټول د زده کړي په شوق راشو.

پریکړه وشوه چي راتلونکې غونډي ته به عارف همدرد خپله نثري لیکنه د کري

کتني دپاره راوړي.

غونډه د تحسين صيب لخوا په دعا سره پای ته ورسېده

 

قاري محمد اياز جانباز

 

دوران د سټېج چارې پر مخ وړي

د غونډې ګډونوال