دوطن فرياد  

ربه موسى کړى راپيدا قارون مي ندي پکار    

دخود غرضو فرعونيانو شتون مي ندي پکار

چى خپل بچى مي تل دبل په خله په کاڼو ولي

نورمي توبه ده دبچولنګون مي ندي پکار

ماخو کوچنى ليورته ديرش کاله کونتون کړي وو

چى خپل ليورمي خرڅوي کونتون مي ندي پکار

چى مي ديارپه خوښه اغيارله سره شال تښتوي

بي ننګه يار تش په نامه پښتون مي ندي پکار

ربه زه ستايم ستاقانون خو په ليمومنمه

بيدون له تانه دبل چا قانون مي ندي پکار

دغلامي له ژونده مرګ په څوڅو چنده ښه دي

مرګه راځي دغلامي ژوندون مي ندي پکار

دميني يارمي لټوه دنيامي ټوله چڼ کړه

زه په اخلاص مينه کوم بيلتون مي ندي پکار

ليلا نارى کړي زما مينه دمجنون سره ده

چه ليوني نه وي دخولي مجنون مي ندي پکار

زمادرني درني جامي دهرافغان خوښي دي

درقيب خريلي ږيره تورپتلون مي ندي پکار

دجال راغلي دي مهدي اخرزمان وژني

عيسى راکوزکړه دبلچا پاڅون مي ندي پکار

دابرهه لښکرته خدايه ابابل راوله

((حيدري)) ژاړي چه سطحي بدلون مي ندي پکار

عبدالقدوس حيدري