پــه اســلام کــي دمــعـلــم مــقـام

 ليکنه  /  احسان الله ( اصفي )

حقيقت دادي چه معلم ( ښوونکي ) دټولني دافرادوڅخه يوفرد دي ، دمعلم په زياراوکوښښ باندي په  ټولنه کي دعدل مساوات او ورورګلوي فضاء مينځ ته راځي اوهرډول تعصب تربګني له مينځه ځي ، دجهل اوناپوهي پرځاي پوهه دتورتم ځاي رڼانيسي اوبالاخره دمعلم دزياتوهڅوپه نتيجه کي يوه سالمه اومترقي ټولنه تشکليږي چه پدي صورت بيا ټول وګړي دخوشاله ارام ژوند خاوندان کيږي  ، اوپه کومه ټولنه کي چه دعلم ډيوه مړه وي اوخلک دمعلم قدراومقام نه پيژني نوبيا دتباهي بربادي اوهلاکت څخه پرته بله کومه ثمره په لاس نه ورځي وحشت ظلم زياتي عاميږي ان تردي چه انساني کرامت هم ترخپولاندي کيږي ،داسلام په مبين دين کي دمعلم مقام اومرتبه  ډيره اچته ده ځکه پيغمبرعليه السلام پخپله ديومعلم په صفت دنيا ته راستول شويدي لکه چه فرماي ((بعثت معلما )) اوهمدا شان  الله جل جلاله پخپله تعليم ورکونکي دي لکه چه فرماي ‌} الرحمن علم القران خلق الانسان علمه البيان { رحمن ذات ښودلي دي قران پيداکړيدي انسان بيايي ورښودلي دي بيان . يعني الله جل جلاله انسان پيداکړي اوبيايي دنورو نعمتونو اواحساناتو ترڅنګ په ټولو کي لوي اوسترنعمت دادي چي دقرانکريم غوندي کتاب ښوونه يي ورته وکړه ، اوپه سورت علق کي فرماي } الذى علم بالقلم علم الانسان مالم يعلم { الله جل جلاله هغه ذات دي چه ښودلي يي دي خط انسان ته په قلم سره اوښونه يي کړيده انسان ته دهغوشيانو چى پري نه پوهيده پخوا له ښودلو ، اوهمدا ډول دبقري په سورت کي فرماي } وعلم ادم الاسماءکلها{ ادم عليه السلام ته الله جل جلاله دهغي وخت سره دټولوشيانو نومونه وروښودل . دپورته ذکرشوي دلايلو څخه څرګنده شوه چه معلم داسلام په مبين دين کي خورازيات اهميت اوسترمقام لري،اوهمدارنګه پيغمبر عليه السلام دنياته دلومړي معلم ( ښوونکي) په صفت راستول شويدي ترڅوخپل امت ته دنجات اوکاميابي لاره وښايي اودهلاکت تباهي څخه يي وساتي ،لکه چه الله جل جلاله فرماي } هوالذى بعث في الامين رسولا منهم يتلوا عليهم اياته ويزکيهم ويعلمهم الکتاب والحکمة ‌{  الله جل جلاله هغه ذات دي چه ليږلي يي دي په ناپوهانو کي يورسول (محمد( عليه السلام ) له دوي څه چى ولولي پردوي باندي اياتونه ددى قرانکريم اوپاکه وي دوي له شرک اوله نورو رذيله اخلاقوڅخه اووښاي دويته کتاب ( قران ) اوسنت اواحکام دقران  . يعني دنبي عليه السلام دمبعوث کيدلونه مخکي عرب قوم په ناپوهي ظلم وحشت عداوت کي دسره ترخپوپوري  داسي ډوب ووچى دبشريت په تاريخ کي يي ساري نه ليدل کيږي ، دپيغمبر عليه السلام دبعثت سره سم خلکوته په نيکيو امراوله بديو څخه په منعه کولو پيل وکړه لکه چه دحديث شريف مفهوم دي  (( زه ددي لپاره راليږلي شوي يم چى تاسو کي غوره اوبهتراخلاق رايج کړم . سلمان فارسي رضي الله عنه فرماي (( چه مشرکانو وويل چه داستاسو ملګري يعني ( پيغمبر عليه السلام ) خومونږ  وينو چه تاسو ته دهرشي په باره کي تعليم اوښوونه کوي تردي چه داودس ماتي طريقه يي هم درته ښودلي ده نو واي ماورته وويل : چه ولي نه هغه مونږ ددي څخه هم ژغورلي يو چى په ښي لاس استنجا وکړو او دمتيازو (بولو) پرمهال قبلي ته مخ کړو ددينه يي هم منعه کړي يوچه په هډوکواوخوشايو باندي اودس وچ کړو ،دپورته ذکرشوي حديثونو په رڼاکي ويلي شوچى پيغمبر عليه السلام دمعلم په صفت دنياته راستول شويدي ترڅوخلکوته دعباداتومعاملاتو بلکه دژوند په هره ساحه کي خپل امت ته لارښوونه وکړي معلم په ټولو انسانانوکي غوره انسان دي لکه چى پيغمبر عليه السلام فرمايلي دي (( خيرکم من تعلم القران وعلمه )) غوره پرتاسوکي هغه څوک دي چى قرانکريم زده کړي اوبيايي نوروته ښونه کوي  .امام ثوري دغوره والي وجه داسي بيانه وي : ( لاريب ان الجامع بين تعلم القران وتعليمه مکمل لنفسه ولغيره ، وجامع بين النفع القاصرونفع المتعدى) ژباړه : چاچى مثلا قرانکريم هم يادکړي وي اوبيايي نوروته ښوونه کوي دغه انسان خپله هم کامل دي اودنورو لپاره هم مکمل (پوره کونکي ) دي ځکه ده داسي څه يادکړي چى فايده اوګټه يي ديته هم رسيدلي اونوروته هم رسيږي . نوظاهره ده چى معلم هغه څوک دي چى اول خپله په تکليف اومشقت ګاللوسره علم اوپوهه حاصلوي اوبيايي نوروته ښودنه کوي چى فايده يي دواړوته رسيږي .  عبدالله بن عمروبن العاص رضي الله عنه فرماي چى پيغمبر عليه السلام دوه ډلي په جومات کي وليدي چى يوه په ذکراذکارباندي مصروف وه اوبله ډله په دين کي په فقاهت اوپوهي حاصلولوباندي مشغول وه نو پيغمبر عليه السلام وفرمايل : چى دادواړه ډلي په خيردي لکن دايوه ډله دخپل نوروملګروڅخه بهتره ده اودا لدي کبله چى هغوي په تعليم اوتعلم باندي بوخت وو. په حقيقت کي هغه مجلس اوغونډه بهتره ده چه پکي خلکوته ددين احکام بيانيږي ، اوهغه مجلسونوکي چى دقرانکريم تلاوت کيږي دالله جل جلاله له لخواپري رحمتونه نازليږي نوداستاداوشاګردپه مجلس کي پرته دقرانکريم دتلاوت اوديني مسايلو څخه بل څه نه وي نودهمدوي مجلسونه درب العزت درحمت مجلسونه دي (الله جل جلاله دي مونږ ټولوته په داسي نيکو مجالسوکي دشرکت کولو توان راکړي ) ديومعلم په يوعابدباندي دومره غوره والي دي لکه دڅوارلسمي سپوږمي چى په نوروټولو ستوروڅومره فضيلت اوفوقيت لري .اوهمدارازدي طالب لپاره داسمانونواوځمکي داوسيدونکو څخه برسيره ميان په سمندرکي دمغفرت اوبښني سوال کوي ، لکه ابوامامه رضي الله عنه

 فرماي چه رسول الله صلى عليه وسلم فرمايلي دي ((الله ، ملايکي دځمکي اواسمانونواوسيدونکي تردي چى ميږان په خپلوسوړوکي اوميان په دريابونوکي دښوونکولپاره دعاګاني کوي . پيغمبر عليه السلام  دښوونکي لپاره دتروتازګي اوخوشالي دعاګاني کړي ، لکه چه عبدالله بن مسعودرضي الله عنه  فرماي چى رسوالله صلى عليه وسلم فرمايلي دي (( الله جل جلاله دى هغه انسان ترو تازه اوخوشاله کړي چه هغه زما داحاديثو څخه يوحديث يادکړي اوبيايي نوروته تبليغ اوښوونه کوي . ابوهريره رضي الله عنه  فرماي چى دنيا اوپه دنيا کي چى څوک دي پرهغوي ټولولعنت کړاي شويدي مګر ددغي لعنت څخه هغه څوک محفوظ دي چى الله جل جلاله ذکراذکارکوي اودالله جل جلاله سره مينه اومحبت کوي اوبل متعلم اومعلم ددي لعنت څخه خوندي دي . دحضرت عمررضي الله عنه څخه پوښتنه وشوه چى دخلافت سره  دي بله کومه ارزواوتمناده  ؟ هغه په ځواب کي وويل چى زمابله هيڅ ارزو اوخواهيش نشته مګرارمان چى زه معلم اوښوونکي وي . يوه ورځ دوخت دخليفه هارون رشيد څخه پوښتنه وشوه چى ته غوره يي اوکه استاذ نوهغه په جواب کي ورته وويل : چه استاذاومعلم داځکه چى ماخپل دوه زامن ( امين اومامون ) وليدل چى دخپل استاذ کسايي په څپلوباندي يي په خپلومينځونوکي جګړه وکړه چى يو ويل زه يي اخلم اوبل ويل چى نه زه يي اخلم . بل وخت هارون  رشيدپه خپل قصرکي يوړوند استاذ ته دلاس وينځلوپرمهال اوبه اچوي او خپل ټول وزريران مخاطب کوي اوورته فرماي : چى زه دي ړوند معلم ته ځکه اوبه اچوم چى تاسوته داخبره ثابته کړم چى زما په خلافت کي معلم دهرچاڅخه زيات غوره والي اوفوقيت لري ، دهارون رشيد وينځه په بام ولاړه ده ګوري چى خلکو دګلانو غونچي په لاسونوکي نيولي دي او دښارنه بهرپه منډوروان دي وينځه دخلکودغه عجيب منظرته حيرانه پاتي ده چى خليفه دلته موجوددي اوخلک دښارنه بهروځي ، نو دخليفه  څخه يي پدي هکله پوښتنه وکړه هغه ورته وويل چى عبدالله بن مبارک ښارته راروان دي خلک دهغه داستقبال اوهرکلي لپاره مخي ته ورځي اودګلانو ګيډي ورته په تحفه کي وړاندي کوي ، لږه شيبه وروسته يي ښځي وويل : خليفه که سر امان وي زه به هم يوه خبره وکړم هغه ورته وويل چى مهرباني وکړه خپله خبره وکړه هغي ورته وويل چى زه اوس پوهه شوم چى اصل خليفه اوسترشخصيت عبدالله بن مبارک دي اوته نه يي . پرته له شکه معلم دخلکو په زړونو کي ځاي لري بلکي معلم معنوي پلاردي دده د روزني په برکت ټولنه دخيرطرف ته ځي معلم دروحونوتربيه اوپالنه کوي که روح سالم وي نو بدن به هرومرسالم وي اوکه روح فاسدوي نو بدن به هم فاسدوي ځکه چى بدن دروح تابع دي په دنيا کي که يوسړي درياست جمهوري مقام ته هم ورسيږي خوبياهم داستاذله شاګردي څخه انکارنشي کولي اوداپدي پوهيږي چى دي منزلي اومقام ته داستاذ په کوششونو رسيدلي ،يو شاعر داستاذ اومعلم په هکله داسي واي : قم للمعلم وفه التبجيلا * کادالمعلم ان يکون رسولا * ارايت افضل اواجل من الذي * يبنى وينشى انفساوعقولا.

ترجمه اومفهوم : دخپل معلم اواستاد  داحترام اوعزت پخاطرهغي ته پاڅه اودهغي دلويوالي اوعظمت حق پوره اداکړه ځکه نژدي ده معلم رسول شي اوايادهغه چاڅخه به هم څوک اوچت وي چى هغه په حقيقت کي دخلکودنفسونه اوعقلونه جوړه وي ، اويو بل عربي شاعرواي : رايت احق الحق حق المعلم * واوجبه حفظاعلى کل مسلم * له الحق ان يهدى اليه کرامة * يتعليم حرف واحدالف درهم *

ترجمه اومطلب : ماپه ټولوحقدارانو کي اوچت حقدارمعلم وليده اواستاذدحقوقو ساتل اواداکول په هرمسلمان باندي لازم دي اودعزت اواحترام په وجه معلم حقداردي چى څه ورته هديه اوډالي شي تردي چى ديو حرف دښودلو په عوض کي ورته زردرهمه ورکړي دابه هم کم وي .   هغه ټولني مخ په وړاندي ځي چى داستاذسره مينه ،محبت ولري  اودده پراهميت ، عظمت باندي قانع وي پرته داستاذ له احترام اوقدرڅخه مونږ پر مختګ نشو نشوکولي الله جل جلاله دي زمونږ په زړونوکي دعلم او معلم سره مينه پيداکړي . امين .