د بچي مستقبل او د مور رغنده رول

استعداد لري خوآه چي مربي ورته پکاردي        تش يو کل چي وي له تانه نورايروکي پټ انګار دي

رښتيا هم چي ټولنه له بيلابيلو عناصرو څخه تشکيل شوي او بيا هر عنصر په خپل وار سره د ټولني په جوړښت او پرمختګ کي يو ځانګړي رول لري مګر هغه رول چي يوه مور ئي پدي هکله لوبوي د زياتي پاملرني وړدي، ځکه مور نه يواځي داچي هغه د کور دداخلي چارو د سرته رسولو يا د بچي د جسماني روزني پروسه پرمخ بيائي بلکه پدي برسيره هغه دبچي د روحاني او اخلاقي پالني دنده هم پرغاړه لري کوم چي د يو بچي د راتلونکي په هکله اساسي قدم او لومړني تصميم بلل کيږي ځکه بچي مخکي لدي چي په خپلو لومړنيو زده کړو پيل وکړي د خپل تحصيل او تربيي ترټولو اهمه دوره د مور په غيږ کي تيروي کوم چي دهغي د زده کړي لومړني ښوونځي بلل کيږي. نوله همدي امله بايد مور هم خپل دغي مسؤوليت ته جدي پاملرنه وکړي او پدي ليار کي له هيڅ راز زيار څخه دريغ ونکړي ترڅو وکولائي شي دخپل کوښښ په نتيجه کي يو سالم او با احساسه بچي ټولني ته تقديم کړي.

خو ولي الله جل جلاله مه کړه که يوه مور د بچي د ژوندانه پدغه اهمه مرحله کي دخپل مسؤوليت احساس په لازم ډول ونکړي نونه يواځي داچي ورسپارل شوي رسالت به ئي نه وي ترسره کړي بلکي پدي برسيره به ئي ټولني ته داسي فرد تقديم کړي وي چي په معنوي لحاظ سره کاملا معيوب اود ژوند په هر ډګر کي دبل په اوږو بار اوهم د بل د سترګو خار وي خوولي ددي هرڅه نه وړاندي بايد مور هم ددي وړتيا ولري چي په مادي او معنوي لحاظ سر د بچي سالمه روزنه وکولائي شي ولي که هغه خپله لدي وړتيا څخه بي برخي وي نو بيا نشي کولائي چي خپل دغه مسؤوليت په مناسب ډول ترسره کړي لکه چي عربي متل دي [فاقدالشي لا يعطيه] څوک چي څه نلري بل ته ئي نشي ورکولي نوپه همدي اساس بايد د ژوند پدغه اهم پړاو کي د هلک او جيني دواړو تعليم اوتربيي ته يو شان پاملرنه وشي ترڅو دواړه د ټولني په تعمير او ترقۍ کي خپل رغنده رول ولوبوي او له همدي لياري به له يوي خوا جيني چي د ائنده مورده د زده کړي او تربيي د هغه حق څخه برخورداره شي کوم چي ورته د اسلام مبين دين د حدودو په چوکاټ کي ورکړيدي اوله بلي خوا به ټولنه هم د مهذبه او با استعداده وګړو څخه تشکيل شوي وي لکه چي پدي هکله عربي شاعر حافظ ابراهيم شوقي داسي وائي:

الأم مدرسة إذا أعددتها ** أعددت شعبا طيب الأعراق

مور په حقيقت کي يوه مدرسه ده او کله چي تادا مدرسه په صحيح ډول تياره کړه نو ګوياکه تا داسي يو ملت تيارکړ چي د پاکو ريښو والا دي.

نوهمدا لامل دي چي د يوي ټولني ترقي او پرمختګ د هغي د افرادو سره بشپړتړاو لري که افراد ئي پوهه او مهذب روزل شوي وو نو ټولنه به هرومرو پرمخ تللي او مترقي بلل کيږي اوکه نه نولدي څخه پرته هيڅکله هم د ترقۍ په لور روانيدلي نشي لکه چي علامه اقبال هم دي خبري ته په خپل دي شعر کي اشاره کوي اووائي چي:

افراد کے هاتهون مي هيے اقوام کے تقدير** هر فرد هے ملت کا مقدر کا ستاره

د قومونو سرنوشت د هغي د افرادو په لاسوکي دي او هر فرد د ملت د تقدير ستوري بلل کيږي نو که په رښتيا هم مونږ غواړو چي ټولنه مو پرمخ تللي او مترقي ووسي نو بايد ښځينه مشر چي د ټولني د نيمائي څخه زياته برخه تشکليږي او بيا همدوي د سبا ميندي جوړيږي د شريعت د ټاکل شوي حدودو په چوکاټ کي زده کړي او تربيي ته ئي لازمه پاملرنه وشي چي له يو آړخه د غرب د هغه تبليغاتو مخنيوي وشي چي د ښځو د بي لاري کولو او په اسلام د بدګمانه کولو په خاطر ئي کوي اووائي چي اسلام له ښځو څخه د زده کړي هغه حق سلب کړيدي کوم چي ددوي فطري او انساني حق بلل کيږي، او له بل اړخه به دوي هم ددي جوګه اوسي چي د ژوند په واړه ډګرونو کي لکه علم، تجارت، جهاد اوداسي نور د يادوني وړ کردار ترسره کړي لکه چي د اسلام ځلانده تاريخ د لومړي ورځ څخه د ښځو ددغه واړه حقوقو شاهد دي.

زمونږ ستر پيغمبر صلى الله عليه وسلم  د ښځو د تعليم لپاره په هفته کي يوه ځانګړي ورځ ټاکلي وه چي هغوي ته به ئي پکي ددين په هکله معلومات اوهم د ورپيښو ستونزو حل ورپه ګوته کولو اوبيا همدغه دنده به امهات المؤمنين رضي الله عنهن هم ترسره کوله لکه حضرت عائشه رضي الله عنها چي د امت د زنانه و لپاره د استفتاء اهم مصدر او مرجع وه آن تردي چي لويو لويو صحابه کرامو به هم ورته د مشکلاتو او مسائلو د حل لپاره مراجعه کوله لکه عبد الله بن زبير رضي الله عنه د هغي خوري دهغي په علمي وړتيا اعتراف کوي اووائي چي د قرآن کريم په حلال او حرام ميراث دي ټولو کي د حضرت عائشي رضي الله عنها څخه پرته د هيچا سره زيات علم نه وو.

همداراز علي بن عساکر چي يو ستر تاريخ پوه دي هغه وائي چي ځما په استاذانو کي له (٨٠) څخه زياتي ښځي وي همداراز خطيب بغدادي ابو حيان اندلسي امام زهري ابن حزم دا ټول د ښځو شاګردان پاتي شوي دي، او بيا د تجارت او اقتصاد په ډګر کي خود خديجه الکبرى رضي الله عنها د مکي او شام هغه ستر ستر کاروانونه کوم چي د هغي په شخصي سرمايه چليدل د هيچا څخه پټ ندي په همدي توګه د جهاد په ميدان کي د اسلامي امت زنانه قشر د خپلو نارينه و ترڅنګ ولاړي وي اودجهاد په ميدان کي به ئي د غازيانو اکمالات خدمت اودهغوي د زخميانو درملنه ترسره کوله آن تردي چي کله ناکله به مسلحي مبارزي ته هم اړ شوي لکه، احزاب په غزوه کي د صفيه رضي الله عنها هغه شهامت اوشجاعت د يادوني وړدي چي کله يو يهودي د زنانه و کلاته د ورننوتو کوښښ وکړ او په لرګي ئي په سرووهلو او قتل ئي کړ همداراز د قاديسي په غزوه کي د حضرت خنساء رضي الله عنها د شجاعت او ميړاني هغه موقف چي کله ئي خپل څلور واړه ځامن جنګ ته واستول او بيا له الله جل جلاله څخه ئي وغوښتل چي د خنساء رضي الله عنها دغه صدقه په خپل دربار کي قبوله کړي يعني د شهادت په وياړ ئي مشرف کړي او بيا د اټکل او ارزو سره سم چي کله دڅلورواړو ځامنو د شهادت څخه خبريږي نو د ژړا  او خفګان په ځاي خپل رب ته د شکر سجده ږدي دا هم دنه هيريدو دي، همداډول د اسلام د نوميالي اتلي اسماء بنت ابي بکر رضي الله عنهما چي د عبد الله بن زبير رضي الله عنهما موروه د مقاومت هغه شيبي چي ئي زوي د حجاج له خوا محاصره وو اوله مور څخه ئي پدي اړه مشوره وغوښته چي د امتيازاتو په بدل کي ورتسليم شم او که دخپل شکست او ماتي د امکاناتو باوجود د مقاومت لاره خپله کړم؟ نو مور که څه هم په فطري او عاطفي ډول په داسي مواردو کي د خپل بچي په هکله هيڅکله هم داسي دريځ نه اختياروي چي پکي يو فيصد هم د بچي ژوند ته خطر وي خوولي برعکس ددغه ټولو خطراتو باوجود دغه نوميالۍ صحابيه خپل زوي ته دمقاومت امر کوي او بيا داټکل سره سم چي کله د حجاج له خوا ئي زوي په شهادت رسيږي او بيا په دار څړيږي او مورئي ورڅخه خبريږي نو د ژړا او بي صبري په ځاي خپل د شجاعت هغه پخواني موقف تکراروي او وائي چي [ماضر الشاة سلخها بعد ذبحها] ګډچي کله حلال شي نو بيا ترينه پوست ويستل هغه ته هيڅ زيان نه رسوي يعني له مرګ څخه وروسته په دار ځړول هغه ته زياتي تاوان نشي رسولائي نو هماغه و چي کله حجاج د هغي ددي الفاظو ځيني خبرشو نو سمدستي ئي له دار څخه راښکته کړه اود پښيمانتيا اظهار ئي وکړ خوولي اوبه له ورخه تيري وي.

د اسلامي امت د نومياليو زنانه و د بهادري او فداکارۍ دغه کارنامي لا تراوسه هم جريان لري لکه په ميوند کي د اشغالګرو انګريزانو په وړاندي د ملالۍ او زرغوني انا ميړانه ئي ژوندي مثالونه دي نو دا ټول هغه حقائق او واقعيتونه دي چي مونږ ته ددي درس او روحيه راکوي چي بايد اسلامي نړۍ خپل ښځينه قشر د نارينه ؤ په څير د شرعي حدودو په چوکاټ کي د علم شجاعت حيا او عفت په روحيه وروزي ترڅو سالم او معياري انتاج ټولني ته تقديم کړي.

خو ولي په اخير کي داهم بايد په صراحت سره ووايو چي اسلام زنانه و ته د تعليم اوزده کړي د ورکړل شوي حق څخه هدف هيڅکله داندي چي زنانه د اسلام ددي حق څخه په استفادي سره د اسلامي يا اسلامي ټولني ته له ځينو اړينو عصري تعليماتو لکه طب اوداسي نورو په ځاي داسي تعليماتو ته مخه کړي چي نه خواسلامي وي اونه ورته اسلامي ټولنه په ښځينه بخش کي هيڅ ډول اړتيا لري بلکه پدي برسيره اسلامي ټولنه د خير او اصلاح په ځاي نورهم د شر او فساد لوري ته کش کاږي او هم راتلونکي نسل دتعليم او هنر په نامه د فحاشي او اختلاط له کلچر سره اشنا کوي لکه چي نن سبا په اسلامي هيوادونو او خاص ډول په ګران هيواد افغانستان کي د هنر او ثقافت په نامه د ښځو لپاره دمختلفو انجوګانو او مؤسسو په مرسته او پانګه ډول ډول تعليمي او ثقافتي مراکز تاسيسيږي چي ورته پکي د ژورناليزم فن فوټوګرافۍ اوداسي نورو هغه برخو کي زده کړه ورکول کيږي چي هغه د اسلامي او بيا په خاصه توګه د افغاني ټولني د هيڅ زحم پټي کيداي نشي بلکه نورهم د هغوي په زخمونو مالګي دوړوي.

ولي که واقعا دوي غواړي چي د اسلامي ټولني ښځينه قشر ته د اړينو شرعي يا عصري علومو په هکله روزنه ورکړي نو على الاقل بايد په سل فيصده کي لس فيصده خوئي ورته اسلامي مدارس يا د طب ځانګړي فاکولتي تاسيس کړي وائي خو متاسفانه چي لدي څخه ئي يو فيصد هم نه ترسترګو کيږي نوله دي څه دا بريښي چي دوي د ښځو دتعليم په نامه غواړي خپل شوم اهداف ترسره کړي اوزمونږ ځوان نسل د فحاشي او سينما له کلچر سره اشنا کړي او بالاخره اسلامي ټولنه له داسي ناخوالو سره مخ کړي چي بيا هيڅکله ورڅخه دخلاصون لارونه مومي اودخپل دين او ثقافت څخه کاملا په انزواکي پاتي شي اوپه تدريجي ډول سره داسي يو سيکولر نظام ته لارهواره کړي چي پکي دين له سياست څخه جلا وي اود قرآن کريم دا آيت ددي خبري ښه شاهد دي چي الله جل جلاله فرمائي: } لا يالونکم خبالا ودوا ماعنتم قد بدت البغضاء من افواههم{ دا کافر تاسوته په زيان رسولو کي هيڅ ډول ناراستي نکوي او ستاسو تکليفول خوښ ګڼي خوولي داهم درب وعده ده چي  (يريدون ليطفئو نورالله بافواههم والله متم نوره ولو کره الکافرون) دوي غواړي چي د الله جل جلاله ددين رڼا مړه کړي په خپلو خولو خو الله هرومرو خپله رڼا پوره کوي که څه هم چي کافران ئي بد ګڼي نو الله جل جلاله دي وکړي چي د اسلامي امت ځوانان او هم ښځينه قشر دغرب پدغه مزخرفه اوبي لاري شعارونو ونه غوليږي اودخپل اساسي مسووليت احساس په صحيح ډول سره وکړي ترڅو له شته ستونزو څخه په اسانۍ سره د نجات ساحل ته لار پيداکړي.

ليکنه: عبدالسلام [وقاد]