نفـــاق او منـافـقـــان
که مونږ قرآن کريم ته مراجعه وکړو وبه ګورو چي يو شمير زيات آيتونه دي چي په هغو کي د منافقينو يادونه شوي او ورسره يي د هغوي کړه وړه اوداچي ورته ستونزمن او دردونکي عذابونه دي بيان کړي ځکه دوي په مدينه منوره کي د رسول الله صلى الله عليه وسلم او صحابه کرامو پرضد په پټه کي کار کاوه.
منافق تل هغه څه څرګندوي چي په زړه او پټه کي داسي نه وي دوي هڅه کوي په هغه ټولنه کي چي ژوند کوي فساد خپور کړي او مسلمانانو ته ضرر ورسوي د تل لپاره د اسلام د غليمانو سره مرسته کوي او فتني راپورته کوي داډ ول خلک په مدينه کي په زياته کچه موجود وو په دي کي د الله جل جلاله دا حکمت نغښتي وو ترڅو خلکو ته وښي چي دوي غوندي کسان په هره اسلامي ټولنه کي وي. رسول الله صلى الله عليه وسلم هر يو پيژانده خو د حذيفه بن اليمان رضي الله عنه پرته بل چاته يي نه وو ښودلي له دي آمله نوموړي د رسول الله صلى الله عليه وسلم د سر امين ګڼل کيده، ان تردي چي حضرت عمر رضي الله عنه هم په خپل ځان ويريده. چي داسي نه چي د منافقينو څخه وي يو ځل حضرت حذيفه رضي الله عنه ته ورغي او روڅخه يي وپوښتل چي اى حذيفه د الله جل جلاله په نامه درڅخه پوښتنه کوم: چي رسول الله صلى الله عليه وسلم خو به زما نوم د منافقينو په ډله کي نه وي ياد کړي؟ حضرت حذيفه رضي الله عنه ورته وويل: نه... خوزه به وروسته له تا دبل چا تزکيه او صفايي ونه کړم، بيا به چي کله په مدينه منوره کي څوک مړ شو، حضرت عمر رضي الله عنه به کتل چي حذيفه رضي الله عنه ورباندي لمونځ کوي او که نه که به حذيفه رضي الله عنه ورباندي لمونځ وکړ عمر رضي الله عنه هم ورباندي لمونځ کاوه او که حذيفه رضي الله عنه به ورباندي لمونځ ونه کړ، پوه به شو چي منافق دي ده به هم ورباندي لمونځ نه کاوه.
د کومو منافقينو د صفاتو يادونه چي په قرآن کريم شوي داهغه پروپيګنډه چيان وو چي په مدينه منوره کي اوسيدل دظاهر او باطن خاوندان وو ظاهر يي اسلام وو، د څرګنده اعمالو څخه يي څرګنديدل چي مسلمانانو سره دي، اعمال يي دريااو سمعت لپاره وو خو کله به چي موقع په لاس ورغله، فتني به يي راپورته کولي ددوي په خبرو کي د شر نښي ليدل کيدي، د اسلام له دښمنانو سره به يي په پټه کي مرستي کولي، يواځي دانه ده چي په اوسني اسلامي ټولنه کي دا ډول خلک زيات ليدل کيږي، بلکي په هر وخت او هر ځاي کي زيات وي ځکه دوي په دي هڅه کي وي چي څرنګه په اسلامي ټولنه کي فحاشي خپره فتني راپورته او فاسد افکار او نظريات خپاره شي زيات شمير کسان داسي وي چي شر يي په نفسونو کي ځاي نيولي او ايمان يي له زړه وتلي، ددوي ستوماني هلته وځي اودا ارامي احساس کوي چي ټولنه په فتنو کي پرته وي داډول خلک يواځي په اسلامي ټولنه کي نه وي بلکي په هره ټولنه کي ليدل کيږي چي د ساديينو په نامه يي يادوي ساديت يو ډول بيماري ده چي په اروپا کي خاص ټولګي ورباندي اخته وي دوي ددي څخه خوند اخلي چي څرنګه نوروته ستونزي پيداکړي د وهلو، ځورولو او بند سره يي مخ کړ ددي صفاتو لرونکي کسان د تل لپاره خپل زړه خوري قرآن کريم ددي ډول کسانو د اصلاح لپاره د حل لاري ښودلي او هغه داچي يا بايد سمي لاري ته راوګرځي اويا هم له ټولني څخه لري شي رسول الله صلى الله عليه وسلم ددوي د پيژندلو عام صفات بيان کړي فرمائي چي د منافق دري نښي دي کله چي خبري کوي دروغ وايي، او کله چي وعده وکړي ورباندي وفانه کوي او کله چي امين وګڼل شي خيانت کوي) داډول کسان په ټولنه کي فاسد غړي دي، کوښښ کوي چي ټولني ته ضرر ورسوي امن يي ګډوډ کړي، فاسد اندام بايد قطع او له منځه يووړشي، ترڅويي فساد په نور جسم کښي خپور نه شي پري کول يي ددي لپاره غوره لار ده چي نور جسم روغ او له دردڅخه خوندي پاتي وي ټولنه هم د جسم حيثيت لري ټولنه دداسي کسانو څخه چي بي ځايه خبري اوويره خپروي، امن په بي امني بدلوي او غواړي مسلمانان ترخپل اغيزلاندي راولي ټولنه هله پاکيږي چي مسلمانان په خپل منځ کي يو موټي او يو بل ته لاس ورکړي، خپل کړه وړه د اسلام سره سم کړي ددوي علاج په قرآن کريم داسي ښودل شوي چي په نرمي داصلاح لوري ته راوبلل شي د ضعف اوکمزوري ټکي ورته په ګوته شي که ورسره اصلاح شول او د خپل ناوړه ځوي څخه راوګرځيدل دا هغه څه دي چي اسلام يي غواړي، خوکه پرخپل دريځ کلک ودريدل او څرګنديي کړ په دي صورت کي د قرآن کريم حل دادي چي په زور له منځه يووړل شي ترڅو د خپل حد څخه تجاوز ونه کړي بايد په پام کي ونيول شي چي د قوت اوزور کارول مختلفي طريقي اولاري لري، چي هره طريقه يي بايد په خپل مناسب ځاي کي استعمال شي خوډير ځلي د ژبي او دليل پرقوت د تهديد اوله منځه وړلو د قوت په پرتله زيات مثبت اثرات مرتب کيږي. الله جل جلاله دي زمونږ ټولنه دمنافقانو څخه پاکه کړي.
ليکنه: استاذ جمعه ګل