د اختلاف خطرناکي پايلي
اختلاف هغه خطرناکه او ساري ناروغي ده چي کله په يو قوم اوولس کي خپره شي نو هغه قوم اوولس د مرګ تر پولي اوسرحده پوري رسوي اود بيا روغتيا او پرخپلو پښو ودريدلو توان او ځواک د تل لپاره تري اخلي ژوندي او پرمختللي قوم د مرګ او ذلت کندي ته غورځوي اود حريت او ازادي له نعمت نه ئي محروم او بي برخي کوي له همدي کبله د اسلام مبارک دين پيروان وحدت او اتفاق ته رابلي او په خپلو مينځو کي د اختلاف او کشمکش له راپيداکيدو نه ئي په کلکه منعي کوي الله جل جلاله دويته امر کوي چي د (فاتقوا الله واصلحوا ذات بينکم) الانفال آية ١ ژباړه: نود الله نه وويريږي او خپل مينځي حالت موسم کړي ) همدا راز فرمائي: ( ولا تنازعوا فتفشلوا وتذهب ريحکم) الانفال آيه ٤٦.
ژباړه: يو له بل سره شخړي مه کوۍ چي په هغي صورت کي به بي زړه شي او ستاسي ځواک به له منځه ولاړ شي) د قرآن کريم په ګڼ شمير آيتونو کي همدي موضوع ته د مرکزي مضمون په توګه ګوته نيول شوي او خپل پيروان ئي د اختلاف د ناوړه عواقبو او پايلو څخه په کلکه ويرولي دي د اسلام ستر پيغمبر محمد مصطفى صلى الله عليه وسلم هم په خپلو زرينو ارشاداتو او لارښونو کي مسلمانانو ته دجماعت په لرلو اود هغي په دننه کي پر اوسيدلو ئي سخت تاکيد کړيدي او کوم څوک چي ددغي جماعت له ساحي نه بهر ژوند غوره کړي هغه ئي غندلي او شديدا ئي محکوم کړي دي اوهم ئي هغه د اسلام له دائري نه بهر معرفي کړي دي وائي يو سپين ږيري اوبوډا تجربه کار پلار د خپل ځنکدن په وخت کي خپل ځوان او زلميان زامن خپلي خواته راوبلل اود چوکو يوه کوده ئي لاس کي ورکړه ترڅو ئي ماته کړي هغه دخپل ټول زور په وهلو سره ونشوکړاي چي هغه ماته کړي بيائي بل ته ورکړه هغه بل ته ترڅو وار وروستي کس ته ورسيد. خو هيڅ يو ونه شو کولي د هغو کمزورو چوکو نه جوړه شوي کوده ماته او ټوټي ټوټي کړي پدي وخت کي سپين ږيري او بوډا پلار هغه کوده راواخيسته له هغي وروسته چي چوکي ئي سره جدا کړي يو يوئي مات کړي او ايسته ئي وغورځولي، بيائي خپلو زامنو ته مخ راوګرځاوه اوداسي ئي مخاطب کړل. زامنو که تاسي ددي چوکو په ډول په خپلو کي سره متحد او متفق اوسي نو هيڅ ځواک به ونه شي کولي چي پرتاسي برلاسي شي اومات مو کړي خو که يو يو شوي او په اختلاف او بي اتفاقي اخته شوي نو هرکمزوري قوت به مو داسي مات مات کړي لکه چي مادا چوکي ماتي ماتي کړي اوايسته مي وغورځولي پدي کي شک نشته چي پاسني کيسه د ډيرو عبرتونو اودرسونونه ډکه يوه کيسه ده اودا تجربي ښودلي اوپه شاهدي سره ثابته ده چي کوم قوم خپل وحدت او يووالي ساتلي دي هغه هيڅکله د ماتي او ناکامي مخ ندي ليدلي خوکه کوم قوم په خپل مينځ کي د اختلاف او کشمکش ښکار شوي دي بيا هغه قوم اګر که هر څومره ځواکمن هم ؤ دهستۍ اووجود له صفحي څخه فنا شوي دي اوله مينځه تللي دي. کله چي اسلامي دولت د اختلاف په نتيجه کي په دوه ؤ برخو وويشل شو په مکه مکرمه کي عبد الله بن زبير رضي الله عنه او په شامونو کي عبدالملک بن مروان د اميرانو په توګه راڅرګند شول. عبدالملک بن مروان مجبور شو چي دروم د قيصر سره دروغي او جوړي لار ونيسي او هغه ته د باج او جزيي په ورکولو سره د تسليمي غاړه کيږدي. خو کله چي د عبد الله بن زبير رضي الله عنه له شهادت نه وروسته اسلامي امت په يو امير راټول شو اود امت د وحدت شيرازه بيرته ترميم شوله.
عبد الملک بن مروان دروم اميرانو سره د جزيي او باج ورکولو لوظنامه ختمه کړه او په ډير لږ وخت کي اسلامي ځواکونو وکولائي شول چي د امپراطور پلازمينه قسطنطنيه ترخلو بريدونو لاندي راولي اوهم ډيري سيمي د هغوي له ولکي څخه وباسي داهم تجربي اومشاهدي ثابته کړيده چي يو اختلاف تل بل اختلاف زيږولي دي اود مخکيني حالت څخه بل بدتر حالت ته ننوتي دي د بيلګي په توګه د خوارجو لومړي ډله چي د حکميت د مسلي په نتيجه کي رامنځته شوه اود اسلام څخه د خاطئ فهم او ناسمو نظرياتو په درلودلو سره حتى د اسلام څلورم راشد خليفه علي رضي الله عنه اود ابو موسى الاشعري رضي الله عنه غوندي زاهد اوعابد صحابي هم د هغوي له تکفير څخه بچ پاتي نه شول په مدارمدار پراوو لويواو رئيسه ډلو وويشل شوه لکه محکمه اولى، ازارقه، نجدات، صفريه، عجاوده، ثعاليه، او اباضيه، بياله دي اوو رئيسه ډلونه هريوه يي په ډيرو عادي او وړو خبرو په ګڼ شمير ډلو ويشل شويده د مثال په ډول د اباضيه فرقي غړي يوه ورځ ددوي دخپل ملګري ابراهيم په کور کي سره راټول شول ابراهيم د خپلي وينځي نه وغوښتل چي ده ته څه شي راوړي هغي ځنډ وکړ. ابراهيم لوړه وکړه چي هغه به پراعرابو يعني ددوي پرمخالفينو وپلوري له ناستو کسانو څخه ميمون نومي ورته وويل چي ته څنګه مسلمانه وينځه پرکافرو باندي پلوري؟ ابراهيم په ځواب کي ورته وويل چي الله جل جلاله پلورل حلال کړي دي او زمونږ اباضيه مشائخو هم دا کار حلال ګڼلي دي ددي پيښي په پيښيدو سره اود هغي په وړاندي د عکس العمل په توګه څلور ډلي رامنځته شوي لومړي ابراهيميه چي ده خارجي وينځي پلورل ئي پر مخالفينو روا کارګاڼه. دوهمه ميمونيه چي دا کارئي ناروا ګاڼه. دريمه واقفيه چي پدي کار کي ئي توقف کاوه څلورمه بيهسيه چي ابراهيم ئي په خپل دريځ کي په حق ګاڼه خوپدي خبره ئي کافر کړ چي له واقفيه ؤ ئي خپله بيزاري ونه ښوده او ميمون ئي پردي کافر کړ چي دوينځي پلورل يي پرمخالفينو حرام ګڼل اوواقفيه ئي پدي دليل کافر کړل چي هغوي د ميمون کفر اود ابراهيم حق ته رسيدل ئي ورک نه کړل.
په همدي ډول په لومړي سرکي شيعه ډلي د علي رضي الله عنه او اهل بيتو سره د ميني او محبت لرلو داعيه چلوله او علي رضي الله عنه ئي ترنورو صحابه ؤ د خلافت وړ اومستحق ګاڼه خود وخت په تيريدو سره داډله ګڼ شمير ډلو ته وويشل شوه او بي شميره افراطي نظريات ئي خپل کړتردي چي له څو صحابه ؤ به پرته نور ټول صحابه ئي د ابو برک او عمر (رضي الله عنهما) په شمول تکفير کړل. ځينو علي رضي الله عنه د نبوت مقام ته او ځينو د الوهيت مقات ته لوړ کړځيني ډلي ئي لکه د هندوانو او بودايانو په څير د تناسخ ارواح په عقيدي قائلي شوي او ځيني ئي بيا د قيامت او معاد د ورځي څخه په انکار کي پاتي شوي اوداسي عقايد ئي خپل کړل چي نه د رساعقل او نه د صحيح دين او مذهب سره اړخ لګوي. پردوي اوددوي پر پيروانو دي دالله جل جلاله لعنت وي په همدي توګه په لومړي مرحله اود اسلام په سرکي فقهي او اجتهادي اختلاف د امت لپاره يو ډول رحمت بلل کيده اود سلفو د فقهاؤ او مجتهدينو ترمينځ هر نوع فقهي اختلاف د وفاق او وئام په فضا کي په ورين او فراخ تندي استقبال کيده او هغه حق او حقيقت ته درسيدلو يوه ذريعه بلل کيده. خو په مدار مدار او د وخت په تيريدلو سره دي اختلاف د شقاق اودښمنۍ بڼه غوره کړه او هره مذهبي ډله د بلي په خلاف په کمين کي کيناسته او دهغي د کوبلواو غندلو په ليار کي ئي د هيڅ حربي د استعمال څخه ډډه ونه کړه. د حنفي مذهبي اقتداء ئي د شافعي مذهبي پسي اود شافعي مذهبي اقتداء ئي دحنفي مذهبي پسي ناروا وګڼله او حتى خبره دي سرحد ته ورسيده چي په سمرقند او بخارا اومروه کي احنافو د شوافعو او شوافعو د احنافو مسجدونو ته اورونه واچول او وئي سوځول په همدي ډول دحنفي مذهب ځينو متاخرو فقهاؤ لکه عبدالله بلخي او نورو فتوى ورکړه چي کوم چاد امام پسي فاتحه الکتاب ولوسته نو دهغه خوله بايد له خاورو ډکه کړي شي اويا بايد غاښونه ئي ويستل شي پداسي حال کي چي د فاتحة الکتاب په هکله رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمائي : چي ( لا صلاة الا بفاتحة الکتاب) او همدا راز ستر او لوي امام د امام ابو حنيفه (رحمه الله) غښتلي شاګرد امام محمد بن الحسن الشيباني (رحمه الله) فرمائي: چي زه دا مستحسنه او ښه ګڼه چي د امام پسي فاتحة الکتاب ولوستل شي البته داد هغو قوي دلائلو له مخي چي پدي هکله د رسول الله صلى الله عليه وسلم څخه رانقل شويدي چي د امام محمد (رحمه الله) دا دريځ د هدائي او فتح القدير غوندي پياوړه مصنفينو او نورو حنفي فقهاؤ رانقل کړيدي چي پدي اړه له يوي خوانه هغه افراط اود بل پلوه اعتدال او مينځ لاري مونږ ته دعبرت اودرس اخيستني دلاري بشپړ مشال ګڼل کيږي.
قاضي محمد حکيم [حکيم]