په اختلافي مسائلو کي دديني امامانو دريځ
هغه عملي احکام چي د اسلامي فقهي موضوع ګڼل کيږي ځيني له هغوي نه داسي دي چي په قطعي او اتفاقي دليل ثابت شوي لکه د اسلام ارکان اود فواحشو تحريم چي د هغوي په اتباع او پيروي مؤمن ئي مسلمان ګڼل کيږي او منکرئي کافر او تارک ئي فاسق . خو ځيني له دغو احکامو نه داسي دي چي هغه د نظر او اجتهاد ډګر کيداي شي چي د همدغه ډول احکامو په هکله د امت د علماؤ ترمينځ اختلاف واقع شوي دي اودغي اختلاف ئي د نصوصو په روايت اويا دلالت کيد د اختلاف له کبله او يا پرنص باندي د عدم علم او بالمقابل عامه قواعدو او يا قياس ته په استنباط کي درجوع له امله سر را اوچت کړيدي خو هغوي ټول پدي خبره سره متفق دي چي چا د هغه نص د مضمون چي ورته نه وي رسيدلي يا دداسي نص د معنى چي دلالت ئي قطعي نه وي مخالفت وکړ اوهلته ئي په خپل ټول توان او تلاش سره د اجتهاد لاره خپله کړه خو په اجتهاد کي د خطا مرتکب شو نو هغه معذور ګڼلي شي. اوس نو هغه څوک چي د بل د اجتهاد مخالفت وکړي ايا هغه ګنهګار اوغير معذور ګڼلي شي او که څنګه؟
کله چي په شرابو او قمار کي د الله جل جلاله دا قول نازل شو چي ( واثمهما اکبر من نفعهما) نو پيغمبر صلى الله عليه وسلم هغه پر ټول امت باندي د شرابو او قمار د تحريم نص ونګرځاوه بلکه هغو کسانو چي له نوموړي نص له دلالت نه د شرابو او قمار په تحريم پوه شوي وه هغه ئي پر خپل ځان حرام وګرځول چي ددي خبري پر حقيقت باندي پرته له استثناء ټول فقهاء متفق دي خو کله چي د شرابو او قمار پرقطعي تحريم باندي دا مبارک ايت نازل شو چي ( انما الخمر والميسر والانصاب والازلاز رجس من عمل الشيطان فاجتنبوه لعلکم تفلحون) نو ټول امت دهغوي پر تحريم او پريښودلو متفق شو او نبي عليه الصلاة والسلام هم هغه عامه تشريع چي ټول امت ورباندي مخاطب ؤ وګرځوله او ټولو صحابه ؤ چي له دوي سره کوم شراب وه هغه ئي توي کړل آن تردي چي لوښي ئي هم مات کړل چي ددي شرابو او قمار د تحريم له نصوصو څخه د سلفو علماؤ دا نتيجه اخيستي ده چي کومه عامه تشريع چي پدغي درجي د صحت او په نصوصو کي د قطعي صراحت نه برخه منه وي پر هغي باندي په عمل کولو هر مؤمن مکلف دي خو کومه تشريع چي له هغي نه په راټيټه درجه کي قرار لري او روايت اويا دلالت کي ئي د اجتهاد ګنجائش وي د هغي ډګر فراخ دي ه مؤمن پرهغي باندي په عمل کولو نه مکلف کيږي بلکه هغه څوک ورباندي مکلف کيږي چي د هغه په وړاندي نوموړي تشريع ثابته وي او يا هغه ته باعلمه او متدين مفتي فتوي ورکړي اودي ئي تقليد وکړي. هغوي ديته اجازه نه ورکوله چي ددغي ډول تشريع په عمل باندي دي څوک مجبور کړي شي او يا دي هغه د مسلمانانو د تصرف او اختلاف سبب وګرځي نبي عليه الصلاة والسلام په اجتهادي مسائلو کي په اجتهاد کي د خپل فهم او پوهي پر بناء هره ډله پرخپل حال پريښوده دمثال پر توګه کله چي ئي خپل صحابه پر بني قريظه ؤ باندي د بريد کولول پهخاطر استول او هغوي ئي مامور کړي ؤ چي د مازيګر لمونځ به په بني قريظه ؤ کي اداء کوي نو چاچي د نص په منطوق عمل کړي ؤ او پر او پرته له قريظه ؤ نه ئي بل ځاي لمونځ نه ؤ کړي هغوي ئي تائيد کړل په همدي ډول هغه صحابه ئي هم تائيد کړل کومو چي لومړي لمونځ اداء کړل بيا ئي رسول الله صلى الله عليه وسلم ته په قريظه کلي کي ځان ورساوه ځکه هغوي پدي پوه شوي وه چي د نبي صلى الله عليه وسلم د نهي او منعي مقصد له وتلونه عدم تخلف او په ټاکلي وخت د قريظه ؤ دمحاصري او ګيري لاندي راوستل وه په همدي بناء امام مالک رحمه الله پردي خبره راضي نه شو چي منصور عباسي خليفه ټول مسلمانان دوه د کتاب مؤطا پر عمل کولو مکلف کړي سره له دينه چي دهغه په روايت کي ئي د پوره تحري او سوچ او فکر نه کار اخيستي ؤو او د دار الهجرة يعني مديني منوري علماء له هغه سره د هغي په هکله پوره موافق ؤو او هم په همدي بناء هر مجتهد امام په هغه څوک چي له ده نه به ئي فتوى اخيستي وه له دي خبري نه منعه کاوه چي دده فتوى خپل دين وګرځوى او تقليد ئي وکړي او يا هغه د تفرق او اختلاف سبب وګرځوي او هم په همدي بناء به يو مجتهد د بل مجتهد پر اجتهاد د عمل کاوه د رخصت پر بناء او يا د مسلمانانو د جماعت سره د موافقت په خاطر د امام احمد رحمه الله نه روايت شوي دي چي هغه له حجامت او رګ وهلو نه پر اودس کولو قائل ؤو خو کله چي له ده نه پوښتنه وشه چي هغه کولي شي چي د هغه امام پسي لمونځ وکړي چي حجامت ئي کړي وي او يا رګ ئي وهلي وي او اودس ئي ورڅخه نه وي کړي؟ نو هغه ځواب ورکړ چي څنګه کيداى شي چي زه به د مالک او سعيدبن مسيب پسي لمونځ نه اداء کوم؟ په يو بل روايت کي راغلي دي چي هغه پوښتونکي ته وويل: ايازه تاله فلاني اوفلاني سره د لمانځه کولونه منعه کړم؟ په همدي ډول امام ابو حنيفه رحمه الله اوملګرو ئي د ويني پر وتلو اودس لازم ګڼل خو امام ابو يوسف رحمه الله عباسي خليفه هارون الرشيد وليد چي حجامت ئي وکړ او لمونځ ئي وکړ او اودس ئي ونه کړ ( دا ځکه چي امام مالک رح هغه ته فتوى ورکړي وه چي د حجامت يعني ښکر لګولو اودس نه ماتيږي امام ابو يوسف هغه پسي لمونځ اداء کړ او بيا ئي بيرته راونه ګرځاوه په همدي توګه اما ابي يوسف رح په حمام کي غسل وکړ او د جمعي د ورځي لمونځ ئي اداء کړ بيا د لمانځه د اداء نه وروسته خبر ورکړل شو چي د حمام په کوهي کي مرداره مږه موندل شوي ده نو هغه دجمعي لمونځ راونه ګرځاوه او وئي ويل چي مونږ د خپلو حجازي وروڼو په قول عمل کوو چي (( اذا بلغ الماء قلتين لم يحمل الخبث)) د هغه دا کار د تقليد له کبله نه وه ځکه هغه د هغي دليل پيژانده چي هغه د قلتينو هغه حديث دي کوم چي ده ئي يادونه کړي ده خو هغه د روايت او دلالت له امله قطعي نه دي په همدي ډول د امام شافعي رحمه الله نه دا خبره نقل شوي ده چي هغه کله د حنافو سره د هغوي د امام په مسجد کي د سهار لمونځ په جماعت اداء کاوه نو د قنوت دعائي پريښوده نو احنافو وويل چي هغه دا کار د امام او ابو حنيفه سره د ادب په خاطر وکړ خو شوافعو وويل چي هغه دا کار پدغه وخت کي د هغه د اجتهاد د تغيير له کبله وکړ مګر ظاهره خبره داده چي هغه دا کار ددي لپاره وکړچي هغه نه غوښتل چي د مسلمانانو د جماعت سره عملي مخالفت وکړي داځکه چي د ظواهرو اختلاف د بواطنو له اختلاف څخه نمائندګي کوي چي پردي حقيقت باندي د رسول الله صلى الله عليه وسلم دا مبارک حديث دلالت کوي چي (( عباد الله لتسون صفوفکم او ليخالفن الله بين وجوهکم)) امام نووي رحمه الله د مسلم شارح ددي حديث په شرحه کي داسي فرمايلي دي: ترټولو څرګنده خبره داده والله اعلم چي ددي حديث معنى داده چي الله جل جلاله به ستاسي په مينځ کي بغض او دشمني اود زړونو اختلاف واچوي ځکه چي په صفوفو ددوي مخالفت په ظواهرو کي ددوي د مخالفت څخه نمايندګي کوي اود ظواهرو اختلاف د بواطنو د اختلاف سبب ګڼل کيږي چي ددي توجيه تائيد د ابو داود رحمه الله هغه روايت هم کوي چي فرمائي: ((او ليخالفن الله بين قلوبکم)) او هم ددي معنى تائيد تجربي او عقل هم ثابت کړيده چي په لباس او عاداتو کي اتفاق يو تربله د ميني او محبت سبب ګرځي ولي په هغوي کي اختلاف د کرکي اود نفرت سبب ګرځي نو څه فکر کوي چي په دين کي به اختلاف د څومره لوئي کرکي او فتني سبب ګرځي؟ دا چي هره ډله فکر کوي چي دي اودده ملګري پرکوم مذهب دي هغه حق دي او څوک چي په هغي کي له ده سره مخالفت دي نو هغه پر باطل باندي دي اودده پر دعوي سره هغوي د الله اود هغه د رسول الله صلى الله عليه وسلم دلاري څخه بي لاري شويدي.
اى کاشکي چي دغو مذهبي متعصبينو ددين له حکم او مقاصدو نه ئي هغه فقه او فهم درلود کوم چي له هغي نه د امام شافعي رحمه الله په شان شخصيتونو درلود مشهوره کيسه ده چي کوم متعصب او جاهل حنفي په صف کي د خپل څنګ ولاړ سړي نه واوريده چي امام پسي فاتحه لولي هغه ئي په خپل سوک باندي په سينه کي داسي محکم وواهه چي هغه پر شاپريووت او نږدي وو چي ومري پداسي حال کي چي دا جاهل حنفي پردي نه پوهيده چي د امام ابوحنيفه رحمه الله لوي او پياوړي شاهد امام محمد رحمه الله امام پسي د فاتحه الکتاب لوستل مستحب او مستحسن ګڼلي دي چي دهدايي مصنف په کتاب صفة الصلاة او هم نورو مصنفينو په خپلو تصنيفونو کي په څرګندو ټکو کي د هغي يادوونه کړيده په همدي توګه يو متعصب حنفي د هغه کس سبابه ګوته چي د تشهد په وخت ئي پورته کړي وه په خپل مضبوط وار سره ماته کړي ده پداسي حال کي چي مشهور پياوړي حنفي حالم ملا علي قاري رحمه الله په خپلي رساله کي چي د مسبحي د اشاري په باب ئي تاليف کړيده داسي فرمائي: ((کيداني د خلاصي مؤلف) په اغراب سره داخبره ليکلي ده چي (( په لمانځه کي د حرامو ځيزونو نه لسم حرام د اهل حديثو په شان په سبابه کوتي سره اشاره کول دي)) يعني د هغي جماعت په ډول چي د رسول الله صلى الله عليه وسلم پرحديث باندي علم هغوي راجمع کړي دي چي داخبره د کيداني لويه خطاء او ستر جرم دي او منشا ئي د اصولو قواعدو نه جهل او ناخبري ده که پر هغه د نيک ګمان خبره نه واي او په همدي سبب د هغه دخبري تاويل نه واي نو د هغه دا نوشته به مو صريح او څرګند کفر اوارتداد ګڼلي واي ايا مؤمن ته داحق حاصل دي چي هغه څيز حرام کړي د کوم نقل چي د رسول الله جل جلاله نه په تواتر سره ثابت وي او په کبر او غرور سره هغه څيز منعه کړي چي د هغي پرعمل عام علماء مشر د مشر نه پابند پاتي شوي دي حال دا چي لوي او ستر امام (ابو حنيفه رحمه الله) دا فرمايلي دي چي هيچاته حلال او روا نه ده چي زمونږ پرقول عمل وکړي ترڅو پدي پوه نه شي چي زمونږ د قول ماخذ په مسئله کي کتاب، سنت، د امت اجماع او جلي قياس دي) په همدي ډول په تيري پيړي کي دشام په طرابلس کي ځينو متعصبينو ازار او اذيت نورو ته دي حد ته رسيدلي ؤو چي د شوافعو ځيني شيوخو د علماؤ رئيس ته عرض او پيشنهاد وکړي چي د احنافو او ددوي ترمينځ دي مساجد وويشل شي داځکه چي د هغوي د فقهاؤ څخه فلاني مونږ داهل ذمه ؤ په څير ګڼي داله دي وجي چي هغوي د شافعي مذهبي ښځي سره دحنفي مذهبي سړي د ازدواج په هکله خپلو مينځونو کي مختلف شوي دي ځيني ئي وائي چي دا نکاح ده ځکه چي شافعي مذهبي ښځه په خپل ايمان کي شک کوي ځکه چي شوافع او نور اشعريه دي خبري ته جاز ورکوي چي مسلمان ووائي: ( انا مؤمن انشاء الله خو بيا ځيني نورئي وائي چي دا نکاح صحيح ده پدي دليل چي دوي پر اهل ذمه ؤ قياس شي.
دا خبره بايد په زغرده او وضاحت سره ووايو چي همدغو اختلافاتو د امت د وحدت او يووالي شيرازه دړي وړي کړي ده اود مسلمانانو قوت او برم ته ئي نه جبران کيدونکي زيان رسولي دي يومسلمان ئي د بل پر خلاف را پارولي دي اوددين دښمنانوته ئي ددي چانس او فرصت ورکړيدي چيدوي يو يو د بل خخه جلا کړي مات او د ځان غلام ئي کړي همداراز دښمن په خپل ټول توان او طاقت سره مصروف دي او زيار باسي چي مسلمانان په خپلو مينځونو کي په فرعي مسائلو کي همداسي په اختلاف اخته وي ترڅو دوي ونه شي کولي د امت او خپلو هيوادونو اساسي ستونزوته متوجه شي اود ساينس او تکنالوجي په ډګر ددوي سره برابري اوسيالي وکولاي شي.
قاضي محمد حکيم (حکيم)