اروپايي تمدن د نن او پرون په هنداره کي

که لږ هم د عدل او انصاف په نظر د تاريخ پاڼو ته ځير شو نودننۍ اروپا چي ځان په نړۍ کي د ترقۍ او تمدن علمبردار بولي او پدي هکله دهيچا د اقدارو او حيثيت قايل نده، اصلي حقيقت به ئي راڅرګندشي چي ايا اروپا له پخوا څخه د ساينس او ټکنالوجي په ډګر کي همداسي پرمخ تللي وه لکه چي نن ده او که نه پخواني حالت ئي له اوسني حالت سره بشپړ توفير لري. نوله دي امله که داروپا په پخواني حالت يو زغلنده نظر وکړو نودا حقيقت په تري جوت شي چي لويديځ او په ځانګړي ډول اروپا د تمدن او ترقۍ دي مقام ته په رسيدو کي له ډيرو پړاوونو ځيني تيره شويده چي عموما دغه پړاوونه په دريو برخو ويشل کيږي.

لمړي پړاو: د دريمي ميلادي پيړۍ څخه د نهمي ميلادي پيړۍ تر پايه:

کومه چي د اروپا په تاريخ کي يو تور داغ  او تر ټولو پس پاتي دوره بلل کيږي په کومه کي چي دوي د ژوند په واړه ډګرونو کي د هر قسم اړتياؤ او علومو ځيني بي برخي وو اود ترقي فيصدي ئي له صفر څخه هم ښکته وه.

دوهم پړاو: د لمسي ميلادي پيړۍ له پيل څخه ددولسمي ميلادي پيړۍ ترپايه:

چي دا دوره د مخکينۍ دوري په نسبت  يو څه د ترقۍ او پوهي دوره بلل کيږي.

دريم پړاو: د ديارلسمي ميلادي پيړۍ له پيل  څخه تر نن کومه چي د اروپا په تاريخ کي د بي کچه ترقۍ او پوهي دوره بلل کيږي خود تاريخ پدغه  ټولو پړاوونو کي د لويديځ د ژوند په هر ډګر کي د اسلامي نړۍ او په ځانګړي ډول د منځني ختيځ  د پوهو او مهارتونو ځيني بي ساري استفاده کړيده که څه هم هغه دساينس سره تعلق لري اوکه د اجتماعياتو سره لکه څرنګه چي لويديځوال تاريخ پوهان هم ددي حقيقت قايل دي.

لکه دساري په توګه چي کليسا د طب په ساحه کي د طبابت زده کړه ناروا بللي وه اودا پدي هکله ئي دا نظرؤو چي مرض د مريض په هکله يوه الهي سزاده او هيچاله ندي پکار چي ددي ددرملني هڅه وکړي خو برعکس بيا اسلامي نړۍ د طب په ميدان کي دومره پرمخ تللي وه چي يواځي د (مقتدربالله) عباسي خليفه دخلافت په دوره کي نهه سوه (٩٠٠)طبيبانو په بعداد کي د طب په ازمووينه کي ګډون کړي وو نو څه فکر کوي چي په ټوله اسلامي نړۍ کي څومره طبيبان وو؟ پدي برسيره د اسلامي نړۍ طبيبانو يواځي د مخکينيو په طبابت بسنه ونکړه بلکه طبي څيړنو ته ئي لا زياته پراختيا ورکړه آن تردي چي اروپا هم د طب په ميدان کي لدغي څيړنو څخه زياته استفاده وکړه لکه د ساري په توګه (القانون) چي د ابن سينا کتاب دي د شپاړسمي پيړۍ ترنيمائي داروپا په ګڼ شمير پوهنتونونو کي لوستل کيده همدا راز (التصريف لمن عجز عن التاليف) چي د جراحۍ په هکله د (زهراوي) کتاب دي او (الحاوي) د امراضو د تشخيص په هکله د امام رازي کتاب دي او (الادويه المفرده) د ابن البيطار چي د اتلسمي پيړي ترنيمائي لويديځ ددواسازۍ (فارماکلوجي) په ساحه کي لدي کتاب څخه بي ساري استفاده وکړه.

پدي برسيره ټول هغه علوم او مهارتونه چي په اوسني عصر کي دلويديځ د تمدن او ترقۍ راز بلل کيږي پدي ټولو کي اسلامي نړۍ له لويديځ څخه ډير پرمخ تللي وه ځکه د کله راهيسي چي د اسلامي خلافت لمن دختيځ لخوا چين اود لويديځ لخوا تر فرانسي وغزيده نود اسلامي تړۍ پوهانو په هر فن کي علمي څيړني پيل کړي او مخکيني ټول علوم ئي عربي ژبي ته وژباړل او ددي ترڅنګ په هر مرکزي ښار کي يو ستر پوهنتون تاسيس شو لکه (جامع المنصور) په بعداد کي (الجامع الاموي) په دمشق کي (الجامع الازهر) په قاهره کي (جامع القيروان ) په تونس کي (جامع قرطبه) په اندلس هسپانيا کي (الجامع الکبير) په صنعاء کي. ددي سره سره په مختلفو ښارونو کي لوئي لوئي کتابتونونه جوړ شول لکه (مکتبة ابن الشاطر) په شام کي (دار الحکمت) په قاهره کي (بيت الحکمت) په بغداد کي چي داټول په حقيقت کي د اسلام نړۍ د پوهي او څيړني مراکز وو کوم چي د مختلفو انکشافاتو او ايجاداتو لامل وګرځيدل لکه پدي هکله د [خوارزمي ] چي يو مسلمان عالم وو د رياضي او الجبر په فن کي د هغي ابتکارات د يادوني وړ دي کله چي ئي په حساب کي د جملو د استعمال په ځاي ارقام او اعداد رائج کړه ١-٢-٣- اوهم                   همدا راز د نړۍ په جغرافيائي انکشافاتو کي لويديځ د اسلامي نړۍ له پوهو ځيني استفاده وکړه لکه (جوستاف لوبون) چي يو لويديځوال مستشرق دي پخپله ددي خبري اقرار کوي اووائي چي دعربو فلکي زده کړو د نړۍ د نقشي اوليني اساس او بنسټ ايښودلي دي او هم دوي د مختلفو ځايونو د په ګوته کولو پر مهال د يونانيانو خطاګاني اصلاح کړيده او پدي هکله د اسلامي جغرافيا پوه [ادريسي] ليکني د يادوني وړدي له کومو ځيني چي اروپايانو د جغرافيا په ډګر کي ډيره ګټه واخيسته خلاصه دا چي د تمدن په هر ډګر کي د اسلامي نړۍ څيړني دلويديځ لپاره د لاري چراغ وو او پدي اړه د ابن الهيثم، البيروني، القزويني، الدميري، ابن حيان، ابن رشد اوداسي نورو نومونونه د پادوني وړدي د پورته ذکر شويو حقايقو اوواقعيتونو څخه دا جوته شوه اسلامي نړۍ له پيل څخه ترصليبي جنګونو وړاندي کله چي د واکر مساحه ئي تر چيني او فرانسي پراخه شوه په مختلفو علومو ډيره پرمخ ولاړه او لويديځ لا تردغه دمه په خواږه خوب ويده اود ژوند په ټولو ډګرونو کي د اسلامي نړۍ په ښت ډير روسته پاتي ؤو او همد لامل ؤو چي لويديځ دتل په شان د مسلمانانو د تمدن دغه ځلانده پړاوونه شو زغملائي او بالآخره کليسا د يولسمي ميلادي پيړۍ په پائي کي صليبيان په مختلفو پلمو او بهانو د اسلامي نړۍ په ضد راو پارول تر څو وکولائي شي د مسلمانانو تمدن تهد پائي ټکي کيدي اوله بلي خوا خپله هم د تخلف ددغه بدمرغه حالت څخه نجات تر لاسه کړي نوله همدي امله په کال ١٠٩٤ ميلادي کي صليبي جنګونه پيل شول که څه هم په پيل کي مسلمانان د صليبيانو  په وړاندي يو څه پاتي راغلل خو د کله نه چي صلاح الدين ايوبي په کال (١١٧٠) ميلادي کي د مصر د وزير په توګه ونومول شو او د صليبيانو په خلاف د جنګ دنده ورپه غاړه شوه نولومړي ئي د جنګ هدف اعلاء کلمة الله وګرځولو او بيائي د مسلمانانو ترمنځ ټولي داخلي شخړي اواري کړي او سره ئي يو ځاي کړل نو هماغه ووي چي په ډير لږ وخت کي ئي صليبي ټغر د اسلامي نړي څخه ورټول کړ او خپل ټول بائيللي مقدسات او وياړونه ئي يو ځل بيا تر لاسه کړل او دا وياړ ترهغي برحال وو چي ترکومه مسلمانان خپل اصلي هدف ته متوجه وو اود جنګ هدف ئي ددين برلاسي وه خود کله نه چي اسلامي نړي د خپل اصلي هدف او اساسي مسير څخه منحرفه شوه اود تمدن او ترقي راز ئي د پرديو په فرهنګ کي لټول شروع کړل نوله هماغه راهيسي نه يواځي داچي لاس ته راوړي وياړي وبائللو بلکه نوره هم د ذلت او جهالت په چپو کي ورلاهو شوه او لا تر اوسه هم په تيندکونو ده او ترهغي به وي چي ترڅو خپل اساسي هدف وپيژني اود تمدن او ترقۍ حقيقي راز په خپل باوقاره اسلامي دين او ثقافت کي ولټوي نه د پرديو په منسوخ شويو اديانو او حيواني مشربه فطرتونو کي نوله همدي لياري به وکولائي شي چي خپل بائيللي مقام لاس ته راوړي او يو ځل بئا په نړۍ لکه د خپلو اسلافو د تمدن راج قائم کړي لکه چي امام مالک رحمه الله  پدي هکله وائي [لن يصلح اخرهذه الامة الا بيما صلح به اولها] هيڅکله ددي امت روشني خلک کامياب نشي ترڅو هغه څه خپل کړي چي مخکيمي خلک ددي امت ورباندي کامياب شوي وو.

همداراز چينائي فيلسوف: [ماوزيتونګ] وائي چي: اسلامي امت به ترهغي کامياب نشي ترڅو هماغه محمدصلى الله عليه وسلم اود هغه هماغسي ملګري را پيدانشي.

نو راځي چي دخپل بائللي مقام د ترلاسه کولو په هکله قاطع تصميم ونيسو اود علم او معرفت په هر ډګر کي که سائنس وي که اجتماعيات وي که شرعيات وي، پدي ټولو کي خپل ځوانان په اوچته کچه اوروزو چي له يوي خوامو خپلي ټولي اړتياوي د کور دننه پوره شي اوله بي خوا د تل لپاره د خپلو مقدساتو او نواميسو څخه ددفاع جوګه ووسو ترڅود ذلت او بدبختي ددغي حالت څخه نجات ومومو کوم چي د اسلام تاريخ ئي په ياد نلري او پخپله دخپل دين ثقافت او ټاټوبي واقعي خښتنان وګرځو نو ليري به نوي چي يو ځل بيا په اسلامي نړي د قومونو ترمنځ خپل اصلي مقام ترلاسه کړي او هم به مسلمانان او ټول دنياوال د اسلام د ټولو امتيازاتو او رعايتونو څخه برخمن شي اودابه هم جوته شي چي اسلام د امن عدل مساوات تمدن او ترقۍ دين دي لکه د عمر فاروق رضي الله عنه عمر بن عبد العزيز رحمه الله  دور خلافت او بئا په بعداد او اندلس کي اسلامي خلافتونه ئي ځلانده مثالونه دي نه د ظلم وحشت او تخلف دين لکه چي کفار او ځيني تش په نامه مسلمانان چي د اسلام په اړونده بدګمانه شويدي اووائي چي ټولني ته يو (moderate) معتدل او ماډرن اسلام پيش کول پکار دي ترڅو د نوي عصر د تقاضو او غوښتنو سره سمون وخوري خوولي اسلام داسي دين دي چي د هر عصر د حوادثو سره تطابق لري او هيڅ تجديد ته اړتيا نلري اولا د پخوا څخه بشپړ يد.

 عبدالسلام  (  وقاد )